د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د قومي جوړښتونو د کمزورۍ لاملونه او پایلې


د تاريخ په اوږدو کې قومي جوړښتونو او تړونونو افغانستان له ستونزو را ايستلی، خو په دې وروستيو کلونو کې قومي جوړښتونه کمزوري شوي دي. پر دې موضوع مو د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت له مرستیال وزیر محمد یعقوب احمدزي سره يوه مرکه کړې ده.

مشال راډيو: دولت او ولس څنګه کولای شي قومي جوړښتونه تقويه کړي.

احمدزی: موږ همېشه له بین المللي ټولنې نه او د افغانستان له دولت نه دا غوښتنه کړې چې که موږ وغواړو چې بيرته په افغانستان کې امن راشي، چې زموږ سرحدات په امن کې شي، يوازینۍ لاره يې دا ده چې هغه قومي تړونونه بيرته راژوندي شي. د دوربابا په ولسوالۍ کې همدغسې قومي مشران سره کيناستل، اوس نظر د ننګرهار ولايت ته چې وګورې، دا د دوربابا ولسوالي ځکه په امن کې ده چې که د خط هاخوا يا ديخوا کومه ستونزه پيښيږي، نو په ناسته، جرګه او مرکه باندې ستونزې حل کوي. په همدې اساس باندې هلته اوس امن دی.

مشال راډيو: معین صاحب، تاسو د دوربابا ولسوالۍ مثال ورکړو چې دا ولسي هڅه وه، دولت ته په دې برخه کې څه کول په کار دي، چې ولسونه بيرته سره منسجم کړي؟

احمدزی: زموږ له دولت نه هم غوښتنه داده چې هغه ولسونه چې د ملک د امن په خاطر، د سولې په خاطر هلې ځلې کوي، دولت يې بايد شا ته ودريږي. همدغه قومونه وو چې زموږ سرحدات يې ساتل، کله چې قومونه په دې ډاډمن شول چې دولت يې تر شاه ولاړ دی، زموږ فیصلې تطبیقوي، زه دوی ته سل په سلو کې اطمنان ورکوم چې انشاالله موږه کولای شوو چې بيدون له جنګه، يوازینی د حل لاره او اسانه لاره يې همدغه ده چې دغه قومي مشران دولت تقویه کړي، شاه ته يې ودريږي، د دوی فیصلو ته احترام وکړي، له دوی نه مشوره واخلي، نو په هره عرصه کې دولت کولی شي چې له قومي مشرانو کار واخلي.

مشال راډيو: معین صاحب: اوس په کليو او ولسونو کې په هغو کسانو څوک باور نه کوي چې د جرګو خلک وو. د خلکو اذهان څنګه دې ته جوړول په کار دي چې د جرګو ارزښتونه بيا راژوندي شي؟

احمدزی: په موږ چې دا څلور لسیزې جنګ راغلی، زموږ ټول بنسټونه يې نړولي دي، چې په دې کې يو هم زموږ قومي مشرانو رول و چې کمرنګی شو. نو ما مخکې هم اشاره وکړه چې زموږ جنوبي او مشرقي علاقو کې زموږ ډير مخلص مشران، سپين ږيري او علما شته دی، چې اوس هم په کلي کور کې ورته خلک احترام کوي او د هغوی خبرو ته غوږ نيسي او د هغوی فیصلې په ځان مني. زموږ يو سنتی ټولنه ده، بیا هم د جرګو او فیصلو هغه اهميت اوس هم په خپل ځای باندې پاتې دی، جرګې د دولت لپاره يو ممد دی، کوم مشکلات چې حتی قضايي ارګانونو حل نه شو کړای، بیا هم همدې مشرانو ته همدې جرګو ته دوی مراجعه کړې ده او ستونزې يې ورته حل کړي دي.

XS
SM
MD
LG