د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسماعیل خان ډېرې کې یو مذهبي مشر وژل شوی دی


په اسماعیل خان ډېره کې د سړک تر غاړې چاودنې یو سیاستوال او مذهبي مشر فقیر جمشېد وژلی دی.

پولیس وايي، پېښه د دوشنبې (ګل) پر ورځ د کلاچۍ تحصیل په مډي سیمه کې وشوه. د دوی په خبره، په چاودنه کې د جمشېد دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

دوی وايي، تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو سیمه په ولکه کې واخیسته.

فقیر جمشېد په کلاچۍ کې د نوري دربار مشر هم وو او ده د ۲۰۱۳ز کال په ټولټاکنو کې هم ګډون کړی وو.

تر پېښې وروسته د فقیر جمشېد کور ته د ده په سلګونه مینه وال ورغلي دي.

د برید پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG