د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست پوهنتون ستونزو ته دې توجه وشي: رسول باوري


خوست - د خوست شېخ زاید پوهنتون چارواکي وايي، دا چې هر کال د دوی د محصلانو شمېر ډېرېږي، نو که د دې پوهنتون یو شمېر مهمې تدریسي او تخنیکي ستونزې هوارې نه شي، په یاد پوهنتون کې د زده کړو او تحصیل اغېزمنتوب ته به کلک زیان ورسي.

د هرې ټولنې د هر اړخیزې پرمختیا لپاره علمي او اکاډمیکې زده کړې ډېرې مهمې دي، هغه هېوادونه چې په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو سیسټم په کې ښه ترتیب شوی نو هغوی د پرمختیا ښه بهیر پیل کړی دی.

یادې څرګندونې د خوست شېخ زاید پوهنتون رییس پوهنوال محمد رسول باوري له مشال راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وکړې. د هغه په وینا، د افغانستان په ګډون نوره نړۍ کې هم د لوړو زده کړو د سیسټم د ښه تنظیم ستونزه محسوسه ده، خو تر کومې اندازې چې ((موږ په خپل چاپېریال کې د ډېرو مسلکي کدرونو شتون وینو په هماغه اندازه زموږ د پرمختیا هیلې زیاتېږي.

باوري وايي: ((د کدري سیسټم ستونزه نه یوازې زموږ په هېواد کې بلکې په نوره نړۍ کې هم محسوسه ده. تر کومه چې ټولنې او هېوادونه د کدري سیسټم سم تقسیم او توزیع ته برابر شوي دي، هغوی د انکشاف ښه بهیر پیل کړی دی او ادامه يې ورکړې ده.

په هره پیمانه چې موږ د مسلکي کدرونو شتون په خپله ټولنه کې احساس کړو، په خپلو خلکو کې، په خپل محیط او موسسه کې په هغه اندازه به زموږ د انکشاف درجه لوړه وي.))

د خوست شېخ زاید پوهنتون رییس چې د یاد پوهنتون د پرمختیاوو او ستونزو په تړاو يې مشال راډیو ته خبرې کولې وویل، چې په وروستیو کلونو کې دوی ډېر پرمختګ کړی او له څلورو پوهنځیو څخه يې د فاکولتو شمېر ۱۲ ته پورته شوی دی.

محمد رسول باوري د دې پوهنتون یو شمېر مهمې تدریسي او تخنیکي نیمګړتیاوې یادوي او په ځانګړي ډول د ودانیو کمبود، د برېښنا او ټرانسپورټ پر ستونزو ټینګار کوي:

((زه غواړم په درو برخو کې خپلې ستونزې یادې کړم، لومړی موږ په تدریسي برخه کې له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ یو، د ۸۰۰۰ محصلانو لپاره مناسب او کافي ځای نه لرو، موږ د ۱۱ پوهنځیو لپاره اته ودانۍ لرو، چې هغه د اتو پوهنځیو لپاره هم کفایت نه کوي، موږ اوس ۱۱ پوهنځي د ورځې او درې پوهنځی هم د شپې لرو. دویمه خبره چې په اداري برخه کې ده هغه چې موږ له جدي ستونزو سره چې مخامخ کېږو، هغه د برق او ټرانسپورټ مسله ده.))

دا مهال د شېخ زاید پوهنتون د محصلانو شمېر تر ۸۰۰۰ ډېر دی، د پوهنځیو شمېر یې ۱۲ او د ډېپارټمنټونو شمېر يې ۲۲ ته پورته شوی دی، همدارنګه د یاد پوهنتون یو شمېر استادان د ماسټرا او دوکتورا په کچه د زده کړو د حاصلولو لپاره اروپايي هېوادونو، سوېلي اسیا، هند او پاکستان ته استول شوي دي.

دا چې انټرنیټ په علمي او اکاډمیکو موسسو او پوهنتونونو کې د زده کړو او مطالعې له ښو سرچینو شمېرل کېږي، پوهنوال باوري وايي، چې د پوهنتون د انټرنیټ سیستم د محصلانو د شمېر او اړتیاوو په تناسب ضعیف دی او په دې اړه د اړوندو ادارو د مرستې او پاملرنې غوښتنه کوي:

((له نېکه مرغه پوهنتون ته انټرنیټ تمدید شوی دی، موږ د ویډیو کنفرانسونو له لارې په اوونۍ کې یو ځل له مرکز سره پروګرام لرو او موږ مخامخ د دې امکان پیدا کړی چې له نورو پوهنتونونو سره حتا که وغواړو د نړۍ له بېلابېلو پوهنتونونو سره د همدې ویډیو کنفرانسونو له لارې روابط تنظیمولای شو، خو د انټرنیټ سرعت کم دی، زموږ دمحصلانو تعداد زیات دی، د کارونکو شمېر زیات دی، سرعت يې کم دی زه هیله من یم چې په اینده کې دا ستونزه هم حل شي.))

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په خوست کې د شېخ زاید پوهنتون تر څنګ د طلوع افتاب، احمدشاه ابدالي، دعوت او پامير په نوم درې خصوصي پوهنتونونه او یو شمېر د نیمه لوړو زده کړو موسسې په فعالیت بوختې دي، چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ محصلان په کې زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG