د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار ځوانان چمبه وهي او سوله غواړي


د کندهار چمبه غږونکي ځوانان په ننګرهار کې
د کندهار چمبه غږونکي ځوانان په ننګرهار کې


يوه ډله کندهاري ځوانان د اختر په چکر او ميله راوتي، له څو ولایتونو راتير شوي او د شنبې په ورځ ننګرهار ته رارسيدلي، دغو ځوانانو يو رنګ جامې په تن کړي، چمې ورسره دي، د ننګرهار په پارکونو ګرځي، چمبه وهي او خلکو ته د سولې او امن پيغام په بدلو ويلو سره ورکوي :


« تور لونګ دانې دانې
تا دې الله راولي
تورلونګ دانې دانې
تا دې الله راولي»

د دغې ډلې يو تن استازي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


« زما نوم تورخان دی د کندهار ولایت نه يم، موږ پينځلس تنه ملګري چې يو رنګ کالي مو کړي، د اختر په دويمه کابل ښار ته رارسيدلي يو. چې ساعت مو سره تير شي او خوشحاله شو. يوه شپه مو په لاره وکړه، بیا مو بله شپه په کابل کې وکړه، يوه شپه مو د جلال اباد په لاره وکړه او نن دلته ننګرهار ته راغلو.»

يو بل تن وايي چې دوی په يو رنګ جامو اغوستلو د اتفاق مظاهره کوي او په چمبې وهلو سره خلک سولې ته خلک رابولي.


« زما نوم احمدالله دی د کندهار ښار د نهمې ناحيې اوسيدونکی يم. دغه چمبه چې موږ غږوو، يو دا چې خپل ساعت تير کړو او بل دا چې خلکو ته د سولې پيغام ورکړو. ترانې مو وويلې، غزلې مو وويلې، او خلکو ته مو په کې د سولې پيغام ورکړو.»

دغه ځوانان چې د ننګرهار په سيل ځایونو کې چيرته هم په چمبې وهلو سره د خپلې خوشحالي مظاهره کوي، نو ځوانان يې نندارې ته ورځې، يو تن ننګرهاری ځوان چې د کندهاري ځوانانو له ميلس نه يې خوند اخیستی و مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


« صبغت الله يم، دلته له ملګرو سره باغ ته راغلی يم، دغه کندهاري ځوانان چې مې وليدل په دې خوشحاله شوم، ځکه چې دا يو رقم جامې او يو رقم لباس چې دی د اتفاق مانا يې ورکوله، له دوی سره ما وليدل چې داریا ( چمبه ) ورسره وه، ساز او سرود يې ګرم کړی و. زیاتره د ننګرهار ځوانان ترې راتاو دي او خوند ترې اخلي. اميد لرم چې همدغسې د سولې او خوشحالۍ اختر هميش ولرو.»

کندهاري ځوانان وايي چې دوی په هر اختر کې دغه شان يو رنګ جامې په تن کوي او په بیلابيلو ولایتونو ګرځي او د چمبي په وهلو او بدلو ویلو سره خلکو ته د امن پیغام ورکوي.

XS
SM
MD
LG