د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان د انتخاباتو د پایلو پلټنه بیا پیل شوه


د رایو بیا پلټنه روانه ده
د رایو بیا پلټنه روانه ده

د یوې ورخې د موقتي ځنډ نه پس د اتوار په سهار یو وارې بیا د افغانستان د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو د دوهم پړاو د رایو د پلټنې او بیا شمیرنې پروسه پیل شوه.

داځنډ د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په غوښتنه مخې ته راغلی و. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن ویاند عبدالرحمان هوتکي مشال راډیو ته وویل چې د پروسې له مخې به هره ورځ سل ټیمونه له غرمې وړاندې او همدومره نور ټیمونه له غرمې وروسته د تفتیش چارې پرمخ وړي.

دافغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په انتخاباتو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمد زي ترمنځ مقابله وه چې په پایله کې يې د لومړنیو نتایجو تر مخ ډاکټر غني مخکې و ، خو دده مقابل لوري د پایلو له منلو انکار وکړ او له ملګرو ملتونو یې د تفتیش غوښتنه وکړه. د امریکې په دریمګړیتوب دواړه نوماندان د ټولو رایو بیا شمیرنې او تفتیش ته رضا شوي دي.

XS
SM
MD
LG