د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان بې کوره شوې کونډې ډېر ستونزې لري


کډوالې مېرمنې
کډوالې مېرمنې

د حکومتي شمیرو تر مخه هغه کسان چې مرستو ته سترګي په لاره دي ، پکې په څلورو کې درې برخې ښځې او ماشومان دي.

رويټرز خبري اژانس په یو مقاله کې لیکي ، په داسي حال کې چې له شمالي وزیرستانه په زرګونه خلک د پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوي دي ، په زرګونه ښځې د شناختي کارډونو د نه لرلو او د خپلو مشرانو لخوا د راشن ځايونو ته د تللو نه د منع کولو له وجې/ خواړو او نورو مرستو لپاره هڅې کوي.

دا ښځې په هغو شاوخوا لسو لکو کسانو کې شاملي دي چې تر پوځي عملیاتو روسته یې د مرستو لپاره نوم لیکنه وشوه.

په شمالي وزیرستان کې د ډيرو کالونو راهیسې سرشمېرنه [مردم شماري] نده شوې او هم دا وجه ده چې د مسلو د کچې حقیقت نشې مالومیدای.

د حکومتي شمیرو تر مخه هغه کسان چې مرستو ته سترګي په لاره دي ، پکې په څلورو کې درې برخې ښځې او ماشومان دي.

د مقالې تر مخه دغلته د خوراک د نړیوالې ادارې له پلوه شاوخوا پنځه زره ټنه او د نورو مرستندویه ډلو لخوا مرستې ورکول کیږي خو ښځې له دوو مشکلاتو سره مخامخ دي ، یوه دا چې شناختي کارډونه ورسره نیشته او بله دا چې خپل قبایلي مشران د مرستو اخیستو لپاره د بهر تللو اجازه نه ورکوي.

مقاله لیکي ، که څه هم د شناختي کارډونو د جوړولو په ځایونو کې اکثره ښځې وي ، خو ځيني قبایلي کورنۍ د شناختي کارډونو لپاره د ښځو عکس اخیستل یا ګوته لګول نه خوښوي.

مقاله لیکي ، یوه ښځه چې مخ یې پټ وو او تیره اونۍ په بنو کې د لوبو د یو میدان بهر د مرستو په تمه ناسته وه ، وې وویل ، دا کسان ورته د دننه تللو اجازه نه ورکوي او له دې سره داسي هیڅ طریقه نشته چې دننه لاړه شي.

یوه بله دیرش کلنه ښځه میمونه چې خاوند یې درې میاشتې وړاندي وژل شوی ، د پولیسو اړخ ته د اشارې کولوسره یې وویل چې تاسو د امنیتي ځواکونو په لاسونو کې دا ډنډې وینی ؟ که چرته مو دننه د تللو هڅه وکړه نو هم پدي به مو ووهي. دغسي دوو نورو ښځو هم وویل چې کونډې دي او یوه بیا وايي چې زوی یې نشې کوي.

د مرستو د ځای پر دروازه ولاړ یو پولیس سرتیري وویل چې ښځې په ښار کې نورو مرکزونو ته تللی شي ، خو رویټرز ته دا هم مالومه شوې ده چې په څلورو نورو مرکزونو کې هم ښځو ته د دننه تللو اجازه نده ورکړل شوې.

د مرستو د یوي ادارې د خویندو کور چې له شاوخوا زرو ښځو سره مرسته کوي، مشره یاسمین اختر وايي، د شناختي کارډونو د نیشتوالې مسله / د کونډو ، د سړي د دوهمې یا دریمي ښځې او د هغو ښځو چې سړي یې په سیمه کې موجود ندي ، تر ټولو لویه ده.

د پاکستان حکومت ویلي دي چې دوی به په راتلونکو څو اونیو کې د مرستو د ویشلو لپاره یواځي د ښځو یو مرکز جوړوي خو تر اوسه ښځې د نورو کورنیو په اسنادو تکیه کوي.

XS
SM
MD
LG