د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات رمیزخان په سکاټ لېنډ کې لوبېدلی


د سوات ځوانان د لوبو پر مهال
د سوات ځوانان د لوبو پر مهال

په سکاټ لينډ کې د روانو دولت مشترکه لوبو [کامن ويلت ګېمز] کې د ټيبل ټېنس په سیالیو کې د پاکستان شپږ لوبغاړو برخه اخيستې ده چې د خیبر پښتونخوا د سوات اتلس کلن رميز خان هم پکښې دی.

اسلام اباد: په سکاټ لينډ کې د روانو دولت مشترکه لوبو [کامن ويلت ګېمز] کې د ټيبل ټېنس په سیالیو کې د پاکستان شپږ لوبغاړو برخه اخيستې ده چې د خیبر پښتونخوا د سوات اتلس کلن رميز خان هم پکښې دی.

رميز خان د پاکستان په کچ تر ۱۵ کالو او ۱۶ کالو کم عمرو لوبو کې اتل پاتې شوی اوس یې په سکاټ لېنډ کې د روانو سیالیو په دویم پړاو کې بریا نده تر لاسه کړې.

رمیز خان روزونه د سوات په برکوټ کې د ټېبل ټېنس روزنیز مرکز لرونکي اظهر خانه ترلاسه کړېده.

اظهرخان وايي ، رمیز خان په سکاټ لېنډ کې ځکه نه دی بریالی شوی چې په پاکستان کې د ملکي کچې روزونکی نه لري.

اظهر خان زیاتوي چې تر اوسه د رمیز خان په تولو بریاوو کې د ده روزنې رول لوبولی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، ً د نړيوالو لوبو لپاره له نویو اړتیاوو سره سمه روزنه په کار وي هغه ځکه چې هلته د نورو هیوادونو مخالف لوبغاړي هر ډول اسانتیاوې لريً.

رمیز خان د دولت مشترکه لوبو پر مهال لومړۍ لوبه ګټلې او په دویم پړاو کې یې له ایرلېنډه ماتې خوړلې ده.

لوبغاړي رمیز زیاته کړې چې د نورو هیوادونو له لوبغاړو سره د لوبې پنځه روزونکي او ماهران ملګري او له دوی سره یوازې د لوبډلې منېجر تللی دی.

رميز خان د دولسم ټولګي [جماعت] زده کوونکی دی او تر دې وړاندې یې د جنوبي اسیا په کچه تر سره شوو لوبو کې د پیتلو میډال ګټلی وو.

اظهر خان وايي چې حکومت باید لوبغاړو ته نوې او اړینې اسانتاوې برابرې کړي چې هغوی په نړیواله کچه د سیالیو کولو جوګه شي.

د لوبو د چارو کار پوه اعجاز احمد وايي ، ً دا ډير لوی اعزاز دی چې د اسانتیاوو پر نیشتوالي سربېره لوبغاړي د دولت مشترکه په لوبو کې برخه اخليً.

د اعجاز احمد په وینا ، د ټيبل ټينس لپاره په نړيوال او مقامي ميزونو کې لوی توپیر دی.

هغه وویل ً له زموږ سره تر اوسه د اتيايمې لسيزې سهوليات دي. اوس پکار ده چې په دې کې نوی والی راشيً.

د پاکستان ٦٢ کسیزه ډله دا وخت په سکاټ لېنډ کې موجوده ده. دا لویغاړي به د باکسنګ ، بيډ منټن ، ايتليټکس ، جمناسټک ، سويمنګ ، شوټنګ ، او ويټ لفټنګ په څوارلس ورځنیو سیالیو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG