د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د نجونو بل ښوونځی وران شو


په هنګو کې د وران شوي ښوونځي یو پخوانی عکس
په هنګو کې د وران شوي ښوونځي یو پخوانی عکس

د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شبقدر کې د نجونو یو بل ښوونځی [سکول] په بارودو الوزل شوی دی. دا پېښه تېره شپه په ګوډو نومي کلي کې شوې ده.

پېښور: د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شبقدر کې د نجونو یو بل ښوونځی [سکول] په بارودو الوزل شوی دی. دا پېښه تېره شپه په ګوډو نومي کلي کې شوې ده.

تر اوسه دا نه ده مالومه چې دا کار چا کړی دی. د ياد ښوونځي څوکيدار رضا علي خان د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې پر نیمه شپه درې کسان ورغلي او دی له ښوونځي اېستلی او بیا یې چاودنه کړېده.

د دې پېښې له رامنځ ته کېدو سره د چارسدې په شبقدر کې د وسله والو لخوا د ړنګ شوو تعلیمي ادارو شمیر ۳۱ ته ورسیدی.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ښوونځیو د ورانولو لړۍ له تېرو څو کلونو راهسې روانه ده چې تر اوسه په سوونو ښوونځي ړنګ شوي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG