د لاسرسي ځای

سمندره!!

د کراچۍ له ښار سره نښتي سمندره، ستا نس لا هم د پښتنو په مړو نه دی موړ ځکه دې بېګا په لسګونه نور پښتانه له ستوني تېر کړل. دا خو هغه پښتانه ول چې په اخترونو کې د بدې ورځې او کور کلي ته د کرایې نه لرلو له کبله په کراچۍ کې پاتې شوي ول، او د مساپرۍ د څو شېبو د خوشاله تېرو لپاره ستا خوا ته درغلي ول، ستا د څپو په شور کې یې ویل:

مورې اختر دې مبارک شه درتلی نشمه

د مساپر بچي زړګی درپسې چوینه

خو تا د دغو مساپرو هېڅ پروا ونه کړه او د توک په حساب دې ووژل.

ته به پوهېږې چې، ستا د ساتنې لپاره پیل شوې جګړه لا هم د دې زلمیو په کلیو او کوڅو کې روانه ده.

د کراچۍ د سمندر ساحله!

تا ته خو یاد دي کنه، دې پښتنو زلمیو ستا هر مازیګری په اتڼونو ښایسته کړی دی، د دوی اتڼونو ستا ښایست یو په دوه کړی، تل یې ستا سیل ته راغلې پېغلې په اتڼ مشغولې کړې، او دغو پېغلو په خپلو موبایلونو کې له ځانه سره ستا په سینه د مستو څپو تر څنګ د دې اتڼ کوونکو یادونه او ویډیوګانې هم وړې دي. که څه هم نن سبا په سینه ډول او سورنا په ځای د ایمبولانسونو سایرونه اورېدل کېږي، ډېرې غمجنې مېرمنې په څپو کې د خپلو خوږو مړو موندلو ته سترګې په لار دي او ستا له ژونده ډکه غېږ لکه د ګور پرته ده، خو په ریښتیا هم ته ساحل یې، خاموشي ستا فطرت دی او ته د خپل ګاونډي سمندر په دومره ظلم داسې چپ یې لکه نه څه وینې او نه اورې خو دا ستا چوپتیا نه ده، دا ستا بې حسي ده سم لکه د هغه انسان، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې په دې خاوره پر ترسره کېدونکې ناروا صم بکم دی.

ستا یو شمېر استوګنو او په ځانګړې توګه خبریالانو چې کله هم له سمندر څخه راوتلی نوی مړی لیدلی نو بل ملګري ته یې ویلي ((اوه سالې یه بهي پټهان هی – یانې اوه یاره، دا هم پښتون دی))

د کراچۍ ښاره !

تا ته خو یاد دي کنه، پښتنو ستا غېږ ته د کډوالۍ مخکې ته یوازې یو ګوټهـ ویل، او اوس ستا په وجود د سترو ټولو ودانیو په جوړولو کې دې زلمیو خواري کړې، خښتې او بلاکونه یې تر لسګونه پوړونو اوچت خېژولي. د دې زلمیو له وطن څخه راغلې برېښنا ته د رڼاګانو ښار یاد کړې یې، د دوی په پټیو او ځمکو تېر شوی اباسین ستا د غېږ استوګنو ته نن هم اوبه ورکوي او ستا په وجود شنې ونې او ګلان زرغونوي خو نه یوازې تا د سمندر په دې رویه هغه ته احتجاج و نه کړ بلکې ستا یو شمېر استوګنو او په ځانګړې توګه خبریالانو چې کله هم له سمندر څخه راوتلی نوی مړی لیدلی نو بل ملګري ته یې ویلي ((اوه سالې یه بهي پټهان هی – یانې اوه یاره، دا هم پښتون دی))

پښتانه د کراچۍ پر ساحل ناست د خپلو ډوبو شویو خپلوانو د مړو را ایستلو په انتظار دي

پښتانه د کراچۍ پر ساحل ناست د خپلو ډوبو شویو خپلوانو د مړو را ایستلو په انتظار دي

سمندره !!

ستا اوبه په پښتنو کې په تودو اوبو یادېږي، تا ته یاد دي دې زلمیو چې نن تا وخوړل، دوی د نړۍ یو ستر قوت په ضد هغه مهال ودرېدل چې غوښتل یې ځان تر تا (یانې تودو اوبو) در ورسوي. ایا هغوی په ریښتیا هم تر تا ځان رساوه او که نه، خو د تودو اوبو ساتنې په نوم د دې زلمیو پلرونو ځان وژنه وکړه. هغه تسلسل نن هم روان دی، دوی په دې ناره خپل وطن لمبه کړ، خپل کورونه او ټاټوبی یې پریښود خو د تودو اوبو په دفاع کې یې د خپلو ککریو مینارې ودرولې، ته یې وساتلې خو تا دومره هم حیا و نه کړه او د ۲۲ میلونه انسانانو له ښاره دې د خپل خوراک لپاره دغه مزدوران انتخاب کړل.

ایا هغوی په ریښتیا هم تر تا ځان رساوه او که نه، خو د تودو اوبو ساتنې په نوم د دې زلمیو پلرونو ځان وژنه وکړه.

سمندره !!

ته به پوهېږې چې، ستا د ساتنې لپاره پیل شوې جګړه لا هم د دې زلمیو په کلیو او کوڅو کې روانه ده. له دې جنګه ډېر زلمي ستړي شوي او غواړي نورو وطنونو ته لاړ شي، دوی له جنګه تښتي، او د تېښتې پر مهال د ځینو پښتنو زلمیو کښتۍ ستا او د توپان په سلا او مشوره خپل منزل ته تر رسېدو مخکې ډوبېږي او په خپله ستا ستوني ته لوېږي خو لکه چې ستا نس د دې خلکو په خوړو نه دی ډک شوی، او ښايي همدا لامل وي چې تا د دې خلکو د وژنې په موخه سترګې بدلې کړې او د اختر خاطر دې هم و نه کړ.

نو اوس ووایاست کنه، ای سمندره! ای ساحله! او ای ښاره!!!!!

تاسو د دې ځوانانو په وژنه پسې ولې راخیستې ده؟ تاسو ته وایم! ولې ځواب نه راکوئ؟

پوه شوم. تاسو هم د هغو خلکو اېجنټان شوئ چې له تېرو څو لسیزو راهیسې نه یوازې پښتانه وژني بلکې له دې څخه خوند هم اخلي او د دوی په وژنه یې ټټر یخېږي.

XS
SM
MD
LG