د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیلي سیمیا په رنځ اخته ماشومانې د شوال یخه هوا یادوي


شوال ته راشه ډېره سردي ده

ته څه غواړې په بني (بنو) کې ګرمي ده

شوال ته راشه

دا سندره د نهه کلنې صدیقې پر شونډو وه چې ما ولیده. نوموړې د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکې ده خو د پوځي عملیاتو له کبله اوس په بنو کې اوسي.

صدیقه او د دې درې ماشومانې خویندې د وینې په یو ډول ارثي یا موروثي رنځ اخته دي چې ورته تیلي سیمیا ویل کېږي.

صدیقې له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت د خپلې سیمې یخه هوا یادوله او ویل یې چې غواړي ژر تر ژره عملیات پای ته ورسېږي او دوی ستانه شي.

د جون پر ۱۵مه د عملیاتو تر پیل وروسته د صدیقې کورنۍ هم له هغو زرګونو کورنیو یوه وه چې کډه یې وکړه او په بنو کې یې د کیمپ پر ځای د کرایې کور نیولو ته لومړیتوب ورکړ.

د کورنۍ مشر انصاف الله داوړ وايي، ماشومان یې د تیلي سیمیا ناروغان دي او د دې رنځ ښکار ماشومان د موسم تودوالی نشي زغملای، نو ځکه یې د کیمپ پر ځای یې د کرایې کور ونیوه.

د تیلي سیمیا په رنځ اخته ماشومانې د بنو له ګرمۍ ځورېږي
د تیلي سیمیا په رنځ اخته ماشومانې د بنو له ګرمۍ ځورېږي

دی وايي، په میرلي کې یې دوکان وو نو د ماشومانو درملنه به یې په خپله کوله او د کلي، ګاونډ خلکو به یې بچیو ته وینه ورکوله.

د ده په وینا، د ده څلور واړه لوڼو ته د اوړي په موسم کې له نهو تر ۱۵ ورځو وروسته د وینې اړتیا وي.

داوړ وايي، څومره پیسې یې چې لرلې هغه یې لوڼو ته د وینې پر ورکولو ولګولې نو ځکه اوس له حکومته او مرستندویه ادارو د هغو د درملنې هیله لري:

((زما د یوې لور نوم صدیقه دی چې نهه کلنه ده. دویمه د شپږو کلو ده ام حسن، درېیمه حرا ناز د درو کلونو او څلورمه لایبه ده چې د دوو کلونو ده. دا ټولې د تیلي سیمیا مرض لري. نو زه له حکومت او نورو امدادي ادارو مرسته غواړم چې زما د لوڼو د درملنې لپاره له ما سره مدد وکړي چې زه یې په خپله علاج وکړم.))

په پېښور کې د تیلي سیمیا په رنځ د اخته ماشومانو وړیا درملنه کوونکې اداره – حمزه فاونډېشن – وايي، له یوه اټکل سره سم، د شمالي وزیرستان په کډوالو کې د تیلي سیمیا په رنځ شاوخوا ۴۰۰ ماشومان موجود دي چې د ځینو نومونه دوی ثبت یا درج کړي دي.

د دې ادارې چارواکي وايي، دوی ته چې څومره مریضان هم ورشي وړیا یا مفته درملنه به یې وکړي.

دوی وايي، په بنو کې د شمالي وزیرستان د یوه خبریال دوه ماشومان د تیلي سیمیا بیماران دي. هغه له دوی سره رجسټر دی.

د ادارې چارواکي زیاتوي، د دې خبریال په وسیله هم ورسره اړیکه نیول کېدای شي او په پېښور کې د حمزه فاونډېشن د نوم له پوښتنې سره هم د دوی اداره موندل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG