د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د انتخاباتو رایو پلټنې د شنبې له ورځې بیا پیلېږي


کابل - د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رایو باطلېدو کړنلار د دواړو کاندیدانو په توافق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د وړاندیزونو په پام کې له نیولو سره منظوره شوې ده.

په دې کړنلار کې ۱۶ معیارونه ټاکل شوي دي چې ترمخه یې یا یوه رایه باطله کېدای شي او یا هم سېسټم ته داخلېږي.

تر دې مخکې د ډاکتر عبدالله عبدالله څارونکو د دې کړنلار له دوو مادو سره مخالفت کړی وو.

خو د انتخاباتو کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي، دواړو نوماندانو اوس په اصولو کې له دې طرز العمل یا مېکانېزم سره موافقه کړې ده:

((تر هر اړخیزو بحثونو وروسته کمېسیون د ملګرو ملتونو د وړاندیزونو پر اساس جوړ معیارونه چې له انتخاباتي قوانینو او مقرراتو سره سم ول منظور کړل او تصمیم یې ونیوه چې د رایو د تفتیش بهیر د شنبې (یا خالي) له ورځې بیا پیل کړي.))

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبېش هم د رایو د باطلېدو او منلو په اړه د کړنلارې پر نهايي کېدو خوښي ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG