د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په سمندرګي کې ۲۱ کسان ډوب شوي دي


د پاکستان په ساحلي ښار کې د چارشنبې (شورو) او پنجشنبې (زیارت) تر منځ د شپې د لامبو پر مهال ۲۱ کسان ورک شوي دي.

چارواکي وايي، په ورکو شویو کې یې د ۱۹ مړي موندلي دي.

د ښار کمېشنر شعېب احمد صدیقي رسنیو ته ویلي، په سمندرګي کې د پاتې ورکو کسانو د موندنې لپاره کار کوي او د دې لپاره یې د بحري ځواک له هیلي کاپټرو هم مرسته اخیستې ده.

د مرستندویه ادارې ایدي ویاند انور کاظمي د پنجشنبې پر سهار مشال راډيو ته وویل، په موندل شویو مړیو کې د زیاترو عمرونه د ۱۷ او ۱۸ کلونو تر منځ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG