د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي، له وزیرستانیو کډوالو سره به مرستې کوي


د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف وايي، د شمالي وزیرستان د بې کوره شویو قرباني به نه ضایع کېږي او دا چې حکومت به له دې کډوالو سره مرستې جاري ساتي.

دا خبره شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په بنو کې د کډوالو کیمپ ته د سفر پر وخت وکړه.

له نوموړي سره د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي هم د کډوالو کیمپ ته ورغلی وو.

د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي وویل، کومو خلکو چې پیسې نه دي تر لاسه کړې هغوی کولای شي چې تر اختر وروسته مرکزونو ته ورشي او پیسې واخلي.

ده د کډوالو د شکایتونو او د هغو د هواري لپاره د دفتر خلاصولو اعلان هم وکړ.

د شمالي وزیرستان پوځي عملیاتو له کبله په لکونه خلک کډوال شوي دي چې زیاتره یې په بنو کې پراته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG