د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې پارلېماني نظام نه رامنځته کېږي (د جان کیري لیکنه)


لیک: جان کیري
یادګېرنه: دا لیکنه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشال راډیو او نورو رسنیو ته په انګرېزي (انګلیسي)، پښتو او دري ژبو استولې ده. دا مقاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کړې ده. مشال راډيو په لیکنه کې پرته له املايي بدلونونو نور هېڅ بدلون نه دی راوستی او د کیري لیکنه کټ مټ خپروي.

هر وار افغانستان ته په خپلو ټولو سفرونو کې له يوه ژور واقعیت سره مخامخ شوی يم، او هغه دا چې: افغانان ښه راتلونکې غواړي او وړ يې دي. تاسو غواړئ چې له وېرې او ترهې پرته ژوند وکړی، خپلو ماشومانو ته د تر ټولو ښو زده کړو زميڼه برابره کړئ، او د روغتيايي اسانتياوو تر ټولو ښه سیسټم، یوه دنده او د ثبات لرونکي اقتصاد له مخې نور فرصتونه ولرئ.

بله خبره چې ما ته څرګنده شوه، دا وه چې افغانانو ښه ژوند ته د رسېدو لپاره د ډيموکراسۍ لاره غوره کړې ده.

له یوې لسیزې څخه له زياتې مودې راهیسې ولسمشر حامد کرزي په لوړو او ژورو کې د افغانستان مشري وکړه. ما له هغه سره له نژدې کار کړی، او زه پوهېږم چې د هغه له تل پاتې ميراثونو څخه به يو دا وي چې په افغانستان کې به د لومړي ځل لپاره واک په سوله یيزه او ولسواکه بڼه ولېږدول شي.

د اپريل او جون په مياشتو کې افغانانو د پياوړې ډېموکراسۍ پر لور يو ستر ګام واخيست، ميليونونه تنه د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړل چې د خپل هېواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. هرې رايې په ډېموکراسۍ د تاييد مهر ولګاوه او راتلونکې ته د هیلو ښکارندویه وه.

دې هوکړې ته د رسېدو لپاره، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په حیرانوونکي ډول سياسي پوهه وښوده.
جان کیري

د امريکا متحده ايالاتو له خپل تاريخه زده کړي چې د ډېموکراسۍ لورې ته غځېدلې لار له خنډونو ډکه ده او دغه واټن په يوه شپه نه ختمېږي. ډېموکراسي دې ته اړتيا لري چې معتبر بنسټونه رامنځته شي، پر ځانځانيو بريا ترلاسه شي، د باور فضا رامنځته شي، او د روښانه راتلونکې لپاره یو ځای کار وشي.

نن افغانستان او د ولسمشرۍ دوه نوماندان په دې لاره کې له یادو خنډونو څخه له يوه سره مخامخ شوي دي - د پرېکړې یو فرصت. د خنډونو پر وړاندې د هغوی د غلبې وړتيا او له یو بل سره د هغوی همکاري او مرسته د میلیونونو افغانانو رايو ته د درناوي لپاره د افغانستان او له نړیوالې ټولنې سره د دې هېواد د اړيکو راتلونکی ټاکي.

د امريکا متحده ايالات، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه تر ټاکنو وروسته په بهير کې د دې لپاره ښکېل شول چې له ټاکنيزو بنسټونو سره په رايې ورکونې د باور د اعادې لپاره مرسته وکړي. متخصصین ما ته وايي چې په کابل کې د رايو د تفتيش بهير، د ټاکنو تر ټولو ستر او پېچلی تفتيش دی چې تر اوسه يې په غاړه اخيستی. ډېر کم شمېر هېوادونه کولای شي په يواځې سر پر دې ډول ننګونه لاس بري شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان له خپلو افغانو همکارانو سره اوږه په اوږه کار کوي چې ډاډ تر لاسه شي چې د رايو د تفتيش بهير د افغانستان له قوانينو، نړیوالو معيارونو، او تر هر څه مهم د افغانانو له غوښتنو سره سم تر سره کېږي. دا بهير، چې ستونزمن دی او ورو پر مخ روان دی، به د اختر تر ورځو وروسته ګړندی شي. خو ډېموکراسي په بيړه نه شي تر لاسه کیدای، او هره مشروع رايه د درناوي او شمېر وړ ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون، ملګري ملتونه او په لسګونه نړیوال ناظرین شپه او ورځ کار کوي چې د رایو تفتيش پای ته ورسوي. د رایو د تفتيش بهير په افغانستان کې د ډېموکراسۍ پر وړاندې د ننګونو يواځې يوه برخه ده. د نوماندانو، هر يوه ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله الله او د هغوی د سياسي ټيمونو کړنې هم له ورته ارزښت څخه برخمنې دي.

د جولای پر ۱۲ مه نېټه، دواړو نوماندانو يو بل ته لاس ورکړ او هوکړه يې وکړه چې د رايو د تفتيش د پايلو احترام به کوي. همداراز، هغوی هوکړې ته ورسېدل چې د ملي وحدت حکومت به رامنځته کوي چې افغانستان د يوې ښې او روښانه راتلونکې پر لور بوځي. دا سیاسي هوکړه د هغه ننګوونکي وضعیت ځوابول دي چې د دواړو مشرانو او د هغوی د زیات شمېر پلويانو تر منځ همکارۍ ته اړتيا لري.

دې هوکړې ته د رسېدو لپاره، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په حیرانوونکي ډول سياسي پوهه وښوده. په هره ډېموکراسۍ کې، تر سختو ټاکنيزو مبارزو وروسته د ولسمشرۍ د نوماند په توګه ډېره ستونزمنه ده چې داسې ټکي ته ورسېږئ چې باید خپلې او د خپلو پلويانو غوښتنې يوه څنګ ته کړئ او په هر څه باندې د خپل هېواد اوږد مهاله ګټو ته لومړيتوب ورکړئ. دواړه نوماندان وتوانېدل چې د خپل ځان او د خپلو پلويانو تر غوښتنو او خواهشاتو تېر شي. هغوی د ملي ګټو د خونديتوب لپاره تر سياسي ګټو تېر شول. هغوی داسې سياسي پوهه څرګنده کړه چې موږ يې له سترو مشرانو څخه تمه کوو.

دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي - دا سند د افغانستان د بنسټونو او د دولت د رییس په توګه د ولسمشر درناوی کوي. دا سند پارلېماني سیسټم نه رامنځته کوي - دا سند د اجراييوي رييس نوې څوکۍ منځ ته راوړي چې ولسمشر ته به ځواب وايي
جان کیري

اوس د هغوی پر وړاندې ننګونه د يادې هوکړې پلي کول او د دې ټکي په پام کې له نيولو پرته چې څوک به ګټونکی وي، په نوي حکومت کې د پياوړو کاري اړيکو درلودل دي. د سیاست وخت پای ته رسېدلی او اوس د همکارۍ او مرستې وخت راغلی دی. ښايي وخت له لاسه ور نه کړل شي، او زه دواړه ټيمونه هڅوم چې د يوبل سره په ملګرتيا کې، ان په داسې حال کې چې د رايو تفتيش دوام لري په هغو مهمو موضوع ګانو کار وکړي چې هېواد يې ورسره مخامخ دی.

بهرنيان د دې واک نه لري چې د سیاسي اډانې محتويات چې دوی څو ورځې مخکې ومنل، روښانه کړي. زه هماغه ورځ په هغې خونه کې وم، او کولای شم ووايم چې په يوه پاڼه سند کې کومه موضوع نه وه ځای کړل شوې.

دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي - دا سند د افغانستان د بنسټونو او د دولت د رییس په توګه د ولسمشر درناوی کوي. دا سند پارلېماني سیسټم نه رامنځته کوي - دا سند د اجراييوي رييس نوې څوکۍ منځ ته راوړي چې ولسمشر ته به ځواب وايي تر هغه وخته چې ولسمشر لویه جرګه راوبولي چې په دې اړه پرېکړه وکړي چې دايمي بدلون د هېواد په ګټه دی او که نه.

هغه څه چې یاده هوکړه يې برابروي دواړو نوماندانو ته یو ارزښتمن فرصت دی چې د سياسي رقابت پر ځای د ريښتينې سياست پوهنې پر لور وخوځېږي. دا دوی دواړو ته يو فرصت دی چې په ګډه د داسې دولت د رامنځته کولو لپاره کار وکړي چې د ټولنې د ټولو برخو استازيتوب وکړي – پښتانه، تاجکان، ازبک، هزاره او ښځې او نارينه.

هو، ډېموکراسي بدلون موندونکی بهير دی. خو ډېموکراسي يوه داسې ټکي ته رسېږي چې باید د هېواد ګټې د سیاستمدارانو له ګټو څخه ډېرې د ارزښت وړ وي. افغانستان نن هماغه مهم ځای ته رسېدلی. د دې هېواد مشران نه شي کولای دغه فرصت له لاسه ورکړي چې د هېواد له خلکو سره ښه ژوند ته په رسېدو کې چې دوي يې وړ او غوښتونکي دي، مرسته کوي. او دا دواړو سیاستوالو ته چې د خپل هېواد سره مينه لري يوه ننګونه ده.

XS
SM
MD
LG