د لاسرسي ځای

په باړه کې د سکرو کان پرېوتو په پېښه کې څلور مزدوران وژل شوي


د قبایلي سیمې خیبر په باړه کې د سکرو (کویله یا کوله) کان پرېوتو په پېښه کې څلور مزدوران وژل شوي دي.

چارواکو د چارشنبې (شورو) پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دا کان د باړې په کالا خېلو کې دی چې پکې مزدورانو کار کاوه.

د دوی په خبره، تر پېښې سمدستي وروسته ځايي ولس کان ته ورغی او د مزدورانو مړي یې وایستل.

تر اوسه د وژل شویو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویل شوي.

کالاخېل د باړې هغه سیمه ده چې له ادم خېل درې سره لګېدلې ده.

هلته د سکرو یو شمېر کانونه دي چې پکې په سلګونه مزدوران کار کوي.

XS
SM
MD
LG