د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر، چارواکو او ولس د حشمت کرزي وژنه غندلې


افغان ولسمشر حامد کرزي، د کندهار چارواکو او عامو خلکو د حشمت خلیل کرزي وژنه غندلې ده او دا یې د هېواد لپاره لویه ضایعه بللې ده.

ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هره ورځ د افغانستان وګړي وژل کېږي او د دې کورنۍ هم له دې مصیبته مستثنا نه ده او دا چې دی دا قرباني مني.

د کندهار والي، توریالي ویسا ویلي، یوه ۲۴ کلن کس د مېلمنو په منځ کې کرزي ته ورغی او په چاودنې کولو یې هغه وواژه.

ویسا، حشمت کرزی د کندهار دېوال وباله.

حشمت کرزی د ولایتي شورا په انتخاباتو کې بریالی شوی وو او زیاتره وخت به یې خلک سولې ته وربلل.

د کندهار ولس هم د کرزي پر وژنې سخت خپګان ښودلی دی او دا پېښه یې غندلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG