د لاسرسي ځای

امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې نور بندیزونه ولګول


واشنګټن/برسلز - د امریکا ولسمشر بارک اوباما او اروپایي ټولنې دواړو پرون په یوه وخت کې پر روسیې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې پر ورځ پر روسیې د بندیزونو د اعلان سره سم وویل، دا هغه څه دي چې، روسیې په خپله زمینه ورته مساعده کړه.

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې وویل: ((باید داسې ونشي، باید داسې نه وای شوي، خو دا هغه څه دي چې، روسیې او په ځانګړي ډول ولادیمیر پوټین دا لاره انتخاب کړه.))

اوباما وايي، په دغو بندیزونو کې انرژي، مالي سېکټور او د وسلو کمپنۍ هدف دي.

دا اعلان د اروپایي ټولنې د هغې پریکړې سره په یوه وخت کې شوی چې پر روسیې یې د اقتصادي بندیزونو د پراخولو په اړه کړې ده.

د اروپایې ټولني استازو پرون په بروکسل (برسلز) کې په یوه غونډه کې پر دې اقدام موافقه وکړه.

ولسمشر اوباما وايي، دا ورځ څرګندوي چې امریکا کولی شي؛ په ټوله نړۍ کې د خلکو د آزادۍ او حقونو لپاره نړیواله ټولنه سره یوځای کړي.

د اروپایي ټولني مشر "هرمن فن رامپوای" ویلي، په دې نوې موافقه کې د روسیې دولتي بانکونو لاسرسی د اروپایې اتحادیې مارکیټونو ته محدودیږي، د وسلو پر تجارت او د مهمې ټېکنالوژۍ په ګډون د نورو مالونو پر صادراتو یې بندیز لګولی دی - په تېره بیا په دغو موادو کې د انرژۍ سېکټور هم شامل دی.

تر دې وړاندې، د اروپایي ټولنې مشران پر روسیې د پراخو بندیزونو په لګولو ډېر لېواله نه ول ځکه روسیه د دغه بلاک درېیم لوی تجارتي شریک او د تېلو او ګازو یوه عمده متصدي ګڼل کیږي.

پر روسیې د سختو بندیزونو غوښتنه تر هغې وروسته وشوه چې د ادعاوو له مخې د اوکرایین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو یوه مالیزیایۍ (ملاېشیايي) الوتکه ویشتلې ده.

په دغې الوتک کې سپاره ټول ۲۹۸ تنه ووژل شول.

هرمن فن رامپوای په خپلو څرګندونو کې ویلي، د اروپایي ټولنې نوي بندیزونو د روسیې مشرتابه ته یو قوي زیګنال دی؛ خو وايي، دوی کولای شي خپله پریکړه بېرته راوګرځوي او له روسیې سره جوړ راشي؛ خو دا کار به د ده په خبره وروسته له هغه کیږي چې؛ روسیه د اوکرایین د کړکیچ د ختمولو لپاره د یوه حل لارې په موندلو کې څرګنده او فعاله همکاري پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري دغه راز پرون په واشنګټن کې له خپل اوکرایني سیال "پاولو کلیمکین" سره تر خبرو وروسته ویلي؛ داسې شواهد نه شته چې وښیې روسیه د اوکرایین د کړکیچ د ختمولو لپاره کار کوي.

مسکو بیا د اوکرایین بیلتون غوښتونکو ته د وسلو د لیږد ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG