د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې پر احمدیانو برید کې ۴ کسان وژل شوي


دپاکستان لږکیان ( فایل فوټو )
دپاکستان لږکیان ( فایل فوټو )

د پاکستان په ګجرانواله ښار کې قهرجنو کسانو د احمدیانو پر کورونو برید کړی دی او څلور یې وژلي دي.

د سیمې پولیس وايي، پېښه تېره ورځ د ګجراوالې په پيپلز کالونۍ کې هغه وخت وشوه چې کله خلکو پر یوه ځوان پر ټولنیزې ووبپاڼې فېسبوک د اسلام د سپکاوي مواد خپرولو تور پورې کړ او بیا یې احتجاج پیل کړ. د پېښې یو عیني شاهد او ځاي خبریال ګلزاده په دې اړه نن مشال راډیو ته داسې وویل :

(( دلته دعاقب په نوم یو هلک دی، په ده تور لګول شوی چې ده په فیس بک د اسلام سپکاوی کړی، بیا د جومات امام اعلان کړی چې د احمدیانو پنځو کورونو ته دې اور واچول شي. خلکو یادو پنځو کورونو ته اور اچولی چې پکې شپږ ماشومان او پنځه میرمنې مړه او ژوبل شوي دي. ))

تر پېښې وروسته په ګجرانواله کې د احمدي لږکیو د اکثریت په سیمو کې پولیس ځای پر ځای کړل شو.

XS
SM
MD
LG