د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۱۵ سوه کاله پخواني مندرونه اباد دي


ریما عباسي ، په پاکستان کې د هندوانو د مندرونو په نوم د کتاب لیکواله
ریما عباسي ، په پاکستان کې د هندوانو د مندرونو په نوم د کتاب لیکواله

ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په پاکستان کې د هندوانو د عبادت ځايونو په اړه مقاله کې ليکلي چې په دی هيواد کې پخواني مندرونه له نړۍ څخه د بيلابيلو عقيدو خلک ځان ته راغب کوي.

په پيښور کې د کالي باړي مندر يوه عقيدت منده چې هره ورځ دغه مندر ته له کرمې قبايلي سيمې راځي ، په کرمه ايجنسۍ کې يي خلک په ماريه سلامت او په مندر کې يي په مالا کماري پيژني. په مقاله کې راغلي دي که يو خوا دغه جينۍ د ماريه په نوم مندر ته نه شي ننوتلې نو بلخوا بيا په خپل کلي کې د مالا کماري په نامه ژوند نه شي شي کولی.


همداراز ليکوالې ريما عباسي په پاکستان کې د خپل تحقيق پر مهال په يو شمېر پخوانيو مندرونو کې د مذهبي اقليتونو له خلکو سره خبرې کړي او پر هغوی چې څه تير شوي هغه يي په خپله ليکنه کې راځای کړيدي.


نوموړې وايي پاکستاني ټولنه چې د اقليتونو شناخت ،سکولر عقيده ، مذهبي تعصب او سختدريځي په کې له يوبل سره په ټکر کې دي ، پکې د مالاکماري په څير يوشمېر خلک خپل مذهبي شناخت نه په ډاګه کوي او په ياده طريقه خپل ژوند تيروي.


په پاکستان کې زياتره پخواني مندرونه دي چې ځینې په کې ۱۵۰۰ کاله او ځنې بيا څو صدۍ زاړه دي خو داسې نه ده چې دا مندرونه يوازې د کاڼو جوړ ديوالونه دي او مجسمې دي بلکې دا له پاکستاني ټولنې او سياست سره نغاړل شوي دي.


په مقاله کې راغلي دي : په نا ارامه صوبه بلوچستان کې له اقليتونو سره ښه سلوک کيږي ولې په پرمختللې صوبې پنجاب کې اقليتونه په ويره کې ژوند کوي همداراز سېند چې د صوفيانو او دشریک کولتور لرونکې صوبې په نامه مشهوره ده ، د هر مذهب خلک پکې خوشاله دي.


په پاکستان کې څه باندې ۷۰ لاکه هندوان ژوند کوي خو دغه شمېره اوس په کميدو ده. همدارنګ تير کال شا و خوا ۵۰۰ کورنيو د سختدريځو له ويرې هندوستان ته کډې وکړې. خو د د ی باوجود دا څه باندې ۴۰ مندرونه چې له هم په کې عبادت کيږي د هندوستان په ګډون له يوشمېر هيوادونو ورته هندوان د عبادت لپاره راځي.


ليکواله وايي عجيبه خبره دا ده چې له دی مندرونو سره ځینې مسلمانان ،سکان او عسايان هم مينه لري همداراز په سند ټټه سيمه کې د زمکو د قبضه ګرو لخوا د مندرونو ورانولو پر ضد د هندوانو ترڅنګ عسايان او مسلمانان هم راپاڅيدلې وو.

XS
SM
MD
LG