د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاسم علي خان جومات نن د اختر د میاشتې د لیدو غونډه کوي


دپېښور تاریخي قاسم علي خان جومات
دپېښور تاریخي قاسم علي خان جومات

د اختر د میاشتي د لیدلو لپاره به د پیښور په قاسم علي خان جماعت کې د مفتي شهاب الدین پوپلزي په مشرۍ کې نن ماښام غیر سرکاري غونډه کیږي. بلخوا مرکزي رویت هلال کمیټي به سبا له غونډه کوي، چې پکې به د میاشتې د لیدلو د شهادتونو وروسته د اختر د ورځي اعلان کیږي.

دې نه وړاندې د روژې د میاشتې اعلان هم په خیبر پښتونخوا کې د مرکزي رویت هلال کمیټۍ نه یوه ورځ وړاندې شوی و.

بلخوا د پيښور د پولیسو چارواکي وایي چې د اختر د ورځو لپاره یي سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي. او په بازارونو کې به پولیس ګشت هم کوي.

په پاکستان کې هر کال اختر د اختلاف ښکار ګرځي ، د مرکز ، پنجاب، سند او بلوچستان اختر تل د خیبر پښتونخوا او د قبایلي سیمو نه یو ورځ وروسته مانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG