د لاسرسي ځای

تازه خبر

" بهرني وسله وال د قبایلو نه بلکې د پاکستان مېلمانه وو "


د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن
د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن

په شمالي وزیرستان کې تر ټولو په مهمو بهر ملکي وسله والو ډلو کې د القاعده ، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ، د مشرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ ، د اسلامي جهاد د ډلې، د منځني ختیځ او اروپا د ډلو وسله وال شامل دي.

پراګ: فرایډې ټایمز د شمالي وزیرستان د بې کوره شوو خلکو له خولې په یو راپور کې لیکلي دي چې په سیمه کې دیره شوي وسله وال د دوي میلمانه نه وو بلکې دا د پاکستان د حکومت پالیسي وه چې وسله وال په دغه سیمه کې وساتي.

فرایډې ټایمز لیکي، له شمالي وزیرستانه د بې کوره شوو خلکو په وینا دوی هیڅکله هم بهر ملکي وسله وال نه وو میلمانه کړي بلکې دا د پاکستان د حکومت پالیسي وه چې دا وسله وال په قبایلي سیمو کې وساتي.

په شمالي وزیرستان کې تر ټولو په مهمو بهر ملکي وسله والو ډلو کې د القاعده ، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ، د مشرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ ، د اسلامي جهاد د ډلې، د منځني ختیځ او اروپا د ډلو وسله وال شامل دي.

ځاي خلک وايي چې په مقامي وسله والو ډلو کې د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله ډیره مهمه ده چې نورو ځاي او بهر ملکي وسله والو ته يي پناه ورکوله.

د داوړ قبیلې یو مشر مجلې ته ویلي چې د وسله والو راتګ د هغوي د ټولنې اولسي، کلتوري او مذهبي جوړښتونه مات کړي دي او د هغوي سیمې ته يي تشدد او ترهګري راوستې ده.

د سیمې یو بل اوسیدونکی ویلي چې وسله والو په جرګو بریدونه کړي دي او د سیمې مشران يي وژلي دي. د سیمې خلکو بهر ملکي وسله والو ته او په خاص توګه ازبکو او پنجابي وسله والو ته په سیمه کې د اوسیدو اجازه نه ده ورکړې ځکه چې دوي د قبایلو مځکه قبضه کوله او د سیمې د دود دستور خیال يي نه ساته.

فرایډې ټایمز زیاتوي ، په ګاونډي جنوبي وزیرستان کې د ځايي احمدزۍ وزیرو قبایلو په کال ۲۰۰۷ م کې ډیر په کامیابۍ سره ازبک وسله وال له خپلې سیمې اېستلي وو. بیا دوي ټولو شمالي وزیرستان ته راغلل.

مجله لیکي چې د دې راپور لپاره په بنو کې د مرکو په وخت ډیرو خلکو په څرګنده خبرې نه کولې ځکه چې هغوي د وسله والو او امنیتي ادارو د چارواکو له غبرګونه وېریږي. خو د قبایلو د حقونو لپاره یو ځوان کارکونکي مجلې ته ویلي چې د وسله والو له ویرې د سیمې هغه کورنۍ چې د عیسایي مذهب سره يي تړاو وو، پنجاب او نورو سیمو ته کډه شوې دي.

ځيني ځايي کسانو مجلې ته ويلي دي چې د پوځي عملیاتو تر پیل وړاندې وسله وال افغانستان ته اوښتي وو.

XS
SM
MD
LG