د لاسرسي ځای

امریکا: پاکستان باید حقاني شبکه بیا منظمېدو ته پرې نږدي


د حقاني شبګې مخکښ سراج الدین حقاني

د حقاني شبګې مخکښ سراج الدین حقاني

رويټرز خبري اژانس ليکي چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له کبله هلته مېشته حقاني ترهګره ډله له خپلو مرکزونو نورو سيمو ته تللې ده

پراګ : رويټرز خبري اژانس ليکي چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له کبله هلته مېشته حقاني ترهګره ډله له خپلو مرکزونو نورو سيمو ته تللې ده. دا ډله په افغانستان کې پر امریکايي او افغان ځواکونو بریدونه کوي.

امريکا له پاکستانه غوښتي چې دغه ډله دې بيا په خپلو خوندي ځايونو کې مېشته کېدو ته نه پريږدي.

رويټرز خبري اژانس د امريکا د ملي امنيت د شورا يا کونسل يو غړي جيفري ايګرز له خولې ليکلي چې دوی له پاکستانه غوښتي چې شمالي وزيرستان کې د خپلو خوندي مرکزونو څخه د پوځي عملياتو له کبله وتلې حقاني ترهګره شبکه دي بيا راستنيدو ته نه پريږدي.

حقاني وسله واله ډله په افغانستان کې پر ناټو او افغان پوځيانو د خونړيوو بريدونو لپاره پيژندل کيږي او د رويټرز خبري اژانس په خبره په شمالي وزيرستان کې خوندي پټنځايونه لري. د واشنګټن دا غوښتنه تر هغې وروسته راځي چې پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې عمليات شروع کړي او د ګڼو وسله والو د وژلو دعوه کوي.

په امريکا کې د پاکستان سفير جلیل عباس جيلاني وايي چې د حقاني نيټ ورک وسله وال د پوځي عملياتو تر شروع کېدلو مخکې له سيمې وتلي وو.

رويټرز خبري اژانس د جيلاني له خولې ليکلي چې له ډيورنډ کرښې اخوا افغانستان کې بايد له شمالي وزيرستانه تلونکو وسله والو مخه ونيول شي خو په امريکا کې د افغانستان سفير اکليل حکيمي ويلي چې د حقاني ترهګري شبکې وسله وال لا هم د پاکستان دننه خوندي ځايونو او لارې لري.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امريکې او ناټو پوځونو پخواني مشر جنرال جان ايلن د پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان د عملياتو د کاميابۍ په اړه شک ښودلی.

جنرال جان ايلن رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې کله دی په افغانستان کې وو نو د حقاني ډلې يې له پنځه سوو ډير پوځيان وژلي او زخميان کړل خو پاکستان به چې کله هم د دغه ترهګرو پر ضد عملياتو وکړل، کوم نقصان به يې ورته ونه رساوه.

ياده دي وي چې د امريکې د کانګرس غړو خبرداری ورکړی چې که پاکستان د حقاني ترهګرې ډلې خلاف کوټلي ګامونه وانخلي او وي نه ځپي نو د امريکا د ميلينونو ډالرو مالي مرستې به له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG