د لاسرسي ځای

تازه خبر

'' پاکستان پر فلسطین ویر کوي پر وزیرستان یې نه کوي ''


د وزیرستان بې کوره شوي خلک د پاکستاني حکومت مرستو ته په قطارونو کې ولاړ دي
د وزیرستان بې کوره شوي خلک د پاکستاني حکومت مرستو ته په قطارونو کې ولاړ دي

د شمالي وزیرستان بې کوره شوي خلک وايي چې د پاکستان حکومت د فلسطین له خلکو سره د یوالي په توګه ویر کوي خو د وزیرستان له خلکو سره یې نه کوي.

پراګ: د شمالي وزیرستان بې کوره شوي خلک وايي چې حکومت په فلسطین کې د ځپل شوو خلکو لپاره د ماتم قامي ورځ اعلان کړه خو په قبایلي سیمو کې د لکونو میرمنو، ماشومانو او مشرانو ستونزې يي له پامه غورځولې دي. دا کډوال وايي چې له فلسطین سره غمرازي کول ښه خبره ده خو د وزیرستان ولس ته هم باید پاملرنه وشي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله د فدا په نامه یو بې کوره شوي کس مشال راډیو ته وویل ً زه د شمالي وزیرستان د شوې تحصیل یم. له مسلمانانو مې ډیره ګیله ده. یو خوا ًیوم غزهً ونمانځل شوه ، ښه خبره ده خو د وزیرستان په اړه تاسو ولې کوم یو ګام نه پورته کوئ. له موږ سره چې کوم ظلم زیاتی روان دی په دغه اړه خو هم څه کول پکار دي کنه؟ ً

حسام الدین نومي یو بل کډوال بیا مشال راډیو ته وویل ً له ۲۰۰۴م کاله موږ د تشدد ښکار شوي یو. ولې موږ انسانان نه یو؟ ټیک ده چې په غزه کې انسانان مري خو په شمالي وزیرستان کې انسان او حیوان ګډ مريً.

اوس پوښتنه دا ده چې د قبایلي ولس ستونزو ته د پاکستان په قومي کچه ولې هغسې پاملرنه نه کېږي لکه څنګه څومره چې یې دا ولس غوښتنه کوي؟

د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک وايي ً په پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي تر شا فکر هم دا دی چې په قبایلو سیمو کې روان حالات پټ وساتل شيً.

اېمل خټک وویل ً زما په خیال د دې تر شا یو منظم سوچ دی ، منظم خلک دي. هغوي نه غواړي چې خبري رسنۍ [میډیا] د شمالي وزیرستان په اړه پوښتنې راپورته کړي او دغه شان ستونزو او معاملو ته دي پام وکړيً.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ثمر من الله په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې په لکونو خلک بې کوره کول او هغوي په سخته ګرمۍ کې داسې پرې ښوودل به د دې خلکو دا احساس نور هم جوت کړي چې هغوي د دې هیواد له نورو قامونو سره برابر نه دي.

ثمر من الله زیاته کړه ً زموږ په هر چا زړه خفه کېږي خو موږ له پکار دي چې تر هرڅه وړاندې پر خپل کور نظر وساتو. نن صبا چې په وزیرستان کې کومې ښځې او ماشومان در په در شوي دي. پر دې موږ هډو خبره نه کوو. دا ډیره د افسوس خبره دهً.

په شمالي وزیرستان کې د روانو حالاتو له کبله د هغه ځای د ولس دې دومره قربانیو ته په کتلو دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا له دې سره به د سیمې د امنیت ستونزه هواره شي او که نه؟

په دې اړه د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د جمیعت علماء اسلام یو مرکزي مشر مولانا ګل نصیب خان وايي ً زه خو فکر کوم چې د وزیرستان عملیات یا د مالاکنډ پوځي عملیات مصنوعي عملیات دي. د دې په نتیجه کې امن نه دی پر ځای شویً.

مولانا ګل نصیب خان زیاته کړه چې ً څلور کاله وشو چې په مالاکنډ کې پوځي عملیات شوي دي خو اوس هم دلته د امنیتي ځواکونو پوستی دي. او په دې څلور کاله کې پر دې امنیتي پوستو یو ترهګر یا حکومت ته مطلوب کس نه دی نیول شویً.

د مولانا ګل نصیب خان په وینا ، پر دې به څوک څه باور وکړي چې تر دې عملیاتو وروسته به په وزیرستان کې امنیت پر ځاي شي؟

د پاکستان پوځ د جون میاشتې پر پنځلسمه نېټه د وسله والو پر ضد په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې نژدې یو میلیون خلک بې کوره شو.

د پاکستاني پوځ چارواکي ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې تر اوسه تر پینځه سوه ډیر وسله وال وژلي او د هغوی یو شمېر مرکزونه یې هم له منځه وړي دي.

بل پلو ځايي خلک وايي چې ډیر وسله وال د عملیاتو تر پېلېدو وړاندې له دې سیمې وتلي وو. د دوی په وینا ، د پوځي عملیاتو له کبله عام ولس ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

ځايي ولس د ځاني زیات تر ټولو لویه بېلګه دا وړاندې کوي چې د دوی په وینا پاکستاني پوځ د شمالي وزیرستان په شوال تحصیل کې په بمباریو کې په لسګونه داسې عام وګړي وژلي چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شاملې دي. خو پاکستاني چارواکي دا نه مني.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG