د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحول او دوام ټيم د ضيا مسعود بيان د هغه شخصي نظر وباله


د ډاکټر اشرف غني احمد زي په مشرۍ د تحول او دوام انتخاباتي ټيم وياند فيض الله ذکي وايي چې د اپوزيسيون په اړه د احمد ضيا مسعود بيان د هغه شخصي نظر دی او د اشرف غني احمد زي د ټيم رسمي موقف نه دی.

د ډاکټر اشرف غني احمد زي په مشرۍ د تحول او دوام انتخاباتي ټيم وياند فيض الله ذکي وايي چې د اپوزيسيون په اړه د احمد ضيا مسعود بيان د هغه شخصي نظر دی او د اشرف غني احمد زي د ټيم رسمي موقف نه دی. ښاغلي ذکي نن له هغه وروسته له مشال راډيو سره خبرې وکړې چې کله احمد ضیا مسعود په کابل کې په یوه غونډه کې د ایتلافي حکومت جوړول رد کړ او د ولسمشرۍ د بل کاندید عبدالله عبدالله له ټیم یې وغوښتل چې د ورته حکومت په جوړولو دې ډېر ټینګار نه کوي.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو خبرې روانې دي د اشرف غني احمدزي په مشری د بدلون او دوام ټیم وايي، د داسې یوه حکومت جوړول به هېڅ کله په هیواد کې د واک د ویش په مانا نه وي.

د دغه ټیم یوه لوړ پوړي غړي احمد ضیا مسعود د ایتلافي حکومت جوړول رد کړ او د عبدالله عبدالله په مشری د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم یې وغوښتل، چې د یاد حکومت د جوړیدو پرسره دې ډېرټینګار نه کوي.

ښاغلي مسعود د جمعې پر ورځ په راتلونکي سیاسي نظام کې د ښځو د ونډې په نوم په یوه غونډه کې وویل، که چیرته د بدلون او دوام ټیم په انتخاباتو کې بریالی نه شي د اپوزیسیون په چوکاټ کې خپل فعالیت مخته بیایي:

″که چیرته خدای مه کړه موږ انتخابات وبایلو هېڅ کله له اصلاحاتو او همپالنې ټیم نه غواړو چې له موږ سره ایتلافي او ګډ حکومت جوړ کړي.

موږ هیڅکله د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم نه غواړو چې د اجرایوي شورا پوسټ بدلون او دوام ټیم ته ورکړي. موږ مدني ټولنو ته مخه کوو او اپوزیسیون جوړوو.″

ښاغلي مسعود وویل، د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم هم ورته تمه لري که چیرته په انتخاباتو کې بریا خپله نه کړي ورته دریځ دې غوره کړي.

نوموړي وویل، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د بهرنیو فشارونو، زور او ګواښ په کارولو سره هڅه کوي چې د بدلون او دوام ټیم په راتلونکي حکومت کې شامل شي.

خو ایا د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم به حاضر وي څو د ماتې په صورت کې اپوزیسیون شي که څنګه؟

د دغه ټيم یوه ویاند سید آقافاضل سانچارکي د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که چیرته په انتخاباتو کې بریا خپله نه کړي دوی به هم د اپوزیسیون دریځ غوره کړي.

خو سانچارکي د بدلون او دوام له ټیم وغوښتل، چې د احمدضیا مسعود د وروستیو څرګندونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي:

″کومې څرګندونې چې نن ښاغلي احمدضیامسعود وکړې دا په دقیق ډول نه دي روښانه چې دا د تحول او تدوام د ټیم دریځ دی که د ښاغلي مسعود شخصي خبرې دي.

موږ د تحول او تدوام له ټیم غواړو چې خپل رسمي موقف اعلان کړي چې ایا د ښاغلي مسعود څرګندونې د دوی دریځ واضح کوي او که نورې خبرې چې له مونږ سره یې کړي دي.″


سیاسي کارپوهان وايي، د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم لوړ پوړي غړي احمد ضیا مسعود په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت په جوړیدو موافقه کړې او ویلي یې دي چې په راتلونکي دولت کې به سیاسي بایلونکی نه وي موجود.

دوی وايي، داسې ښکاري چې د ښاغلي مسعود څرګندونې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو له وروستیو هوکړو سره تر یوې اندازه په ټکر کې راځي.

XS
SM
MD
LG