د لاسرسي ځای

د افغانستان په غور کې ۱۴تنه مسافرین وژل شوي


تېره شپه د غور ولایت په فیروز کوه کې ۱۴ مسافر هغه مهال ووژل شول چې غوښتل يي خپلو کورونو ته ځانونه ورسوي.

د غور امنیه قومندان جنرال محمد فهم قایم مشال راډیو ته وویل، د دې پېښې په وژل شويو کسانو کې درې میرمنې او ۱۱نارینه شامل ول.

قایم زیاته کړه،نوموړي کسان د وسله والو له لوري وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG