د لاسرسي ځای

"د حقاني ډلې په ګډون د ټولو وسله والې ډلو پر ضد عملیات کوو”


پاکستان دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې د شمالي وزیرستان پوځي عملیات یوازې د پاکستانیو طالبانو پر ضد دي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر وخت د بهرنیو چارو د وزارت سېکرټر اعزاز احمد چودري وویل، هېواد یې هر ډول ترهګري غندي.

اعزاز چودري زیاته کړه چې د حقاني وسله والې شبکې په ګډون د ټولو ډلو پر ضد عملیات کوي. څو ورځې مخکې، افغانستان تور پورې کړی وو چې پاکستان د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې ټولې ډلې نه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG