د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د انتخاباتو د رایو په تفتیش کې د ځنډ لاملونه


پراګ - امريکايي (نيويارک ټايمز) ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو د دويم پړاو رايو د تفتيش او په دغه عمل کې د پرله پسې ځنډ د لاملونو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې راغلي، د کابل د يوې څنډې په ګودامونو کې افغانان، امريکايان او د اروپايي هېوادونو وګړي، چې د ټولو شمېر سلګونو کسانو ته رسيږي، د افغانستان په وروستيو ولسمشريزو انتخاباتو کې د اچول شويو رايو په بيا شمېرنه اخته دي.

دا خلک يوه وروستۍ هڅه کوي چې د رايو د تفتيش او د دې د پايلو په ترڅ کې د افغانستان له انتخاباتو سره تړلې لانجې هوارې شي.

ليکنه وايي، د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو دې کورنيو او بهرنيو ناظرينو، يوه اونۍ وړاندې د دې ټاکنو په دويم پړاو کې د اچول شويو شاوخوا ۸ ميليونه رايو تفتيش پيل کړ. خو د ليکنې تر مخه، داسې مالوميږي چې د رايو د بيا شمېرنې او د سمو او ناسمو هغو د بېلولو پروسه، چې وار د مخه ځنډنۍ شوې، ډېره د باور وړ هم پاتې نه ده.

د شورو يا چارشنبې تر ورځې پورې د رايو له شاوخوا ۲۰۰۰۰ صندوقونو څخه يوازې ۴ اعشاريه ۵ سلنه يې معاينه شوي.

هره ورځ، له دغې پروسې سره تړلې نوې لانجې مخ ته راځي، چې د دغه عمل د پرله پسې ځنډ سبب شوي دي.

د شورو پر ورځ د رايو د تفتيش دغه بهير په تېرو اوو ورځو کې د دويم ځل لپاره ودرول شو. افغان او غربي چارواکي او د انتخاباتو د دواړو نوماندانو، اشرف غني او عبدالله عبدالله استازي، د رايو د څېړلو لپاره پر يو لړ اصولو سره سلا شول. حال دا چې دغه اصول بايد مخکې له مخکې وضع کړل شوي وای.

افغان او غربي چارواکو ويلي چې دوی به وکولای شي د رايو د تفتيش عمل د پنجشنبې پر ورځ، په يو څه تېزۍ سره، بيرته پيل کړي.

ليکنه کاږي، خبره د له تېرو څلورو مياشتو څخه پيل شويو د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د مشروعيت ده، چې ميلونونو افغانانو، د خرابې هوا او د طالبانو د دړکو باوجود، رای پکې واچولې.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ليکنه کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې له يوې خوا امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تياری نيسي او له بلې خوا د دغه هېواد د امنيت په اړه جدي اندېښنې موجودې دي، نړيوال هيله من دي چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو پايلې به افغانانو ته د منلو وړ وي.

دوی دا هيله هم ښيي چې دغه انتخابات به په افغانستان کې د جمهوري اقدارو د پياوړتيا يوه پيلامه شي او هم به يې په ترڅ کې نړيوالو ته موقع ورکړل شي چې له دې هېواد سره د اوږدې مودې خو دوی ته د پيسو له پلوه ګرانه تمامېدونکې ملګرتيا وپالي.

XS
SM
MD
LG