د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په ننګرهار ، هرات ، میدان وردک او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

دا عملیات د ملي پولیسو ، ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو په ګډه همکارۍ شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې اته وسله وال ټپي شوي او نهه ژوندي نیول شوي دي.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG