د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې یوسفزۍ پلار وايي، پر ضد یې منظمه پروپېګنډه کېږي


پراګ - د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ د تعلیم لپاره د جوړې ادارې ملاله فنډ مشر ضیا الدین یوسفزي ویلي، اداره به یې ژر د قبایلي سیمو له ځینو زده کوونکو سره مالي مرسته وکړي.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ز کال کې وسله والو طالبانو ویشتلې او ژوبله کړې وه. له دې پېښې سره نوموړې په نړیوال کچ مشهوره او نومیالۍ شوه.

کله چې ملاله یوسفزۍ جوړه شوه نو په نړۍ کې یې د تعلیم د ودې، پرمختګ او وکالت لپاره د ملاله فنډ په نوم یوه اداره جوړه کړه.

خو له دې سره سره په پاکستان کې ځینې کړۍ د ملالې پر کارونو اعتراضونه کوي. د بېلګې په ډول د ملالې پر کتاب هم په پاکستان کې ډېر بحث وشو.

پر دې هر څه مو د ملالې یوسفزۍ له پلار او د ملاله فنډ له مشر ضیا الدین یوسفزي سره مفصله مرکه کړې ده چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د ملالې یوسفزۍ پلار وايي، پر ضد یې منظمه پروپېګنډه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:16:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG