د لاسرسي ځای

په خوګیاڼیو کې پر محلي پولیسو ځانمرګی برید، دوه کسان وژل شوي


په ننګرهار ولایت کې پر محلي پولیسو په ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزي مشال راډيو ته وویل، پېښه د پنجشنبې پر ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د خوګیاڼیو ولسوالۍ په کرمخېلو کې وشوه.

په برید کې د ملک نواب په نوم د محلي پولیسو یوه مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي او بل محلي پولیس ژوبل دی.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG