د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل - جلال اباد سړک ټرافیکي پېښې اووه کسان وژلي


د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې پر کابل – جلال اباد لویه لار په ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د سروبي مرکزي روغتون ډاکتر نوشېروان مشال راډیو ته وویل، د پنجشنبې پر سهار شاوخوا شپږ بجې ورته د یوې کورنۍ د اووه کسانو مړي وروړل شوي دي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

دی وايي، په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ژوبل شوي دي چې دا مهال یې درملنه کېږي.

ډاکتر نوشېروان وايي، لومړی د مرسېډېز او کورولا موټر ترمنځ ټکر وشو چې وروسته سامان وړونکی ټرېلر هم ورباندې ورغی او دواړه موټر یې ووهل.

د کابل – جلال اباد د لویې لارې موټر چلوونکي وايي، دا سړک تنګ دی چې ډېر زیات ګاډي ورباندې تګ راتګ کوي. دوی وايي، همدا لامل دی چې وخت په وخت پر دې سړک مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي.

له دې علاوه پر دې سړک د ګاډو تېز رفتاري هم د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.

خو تر اوسه دا نه ده مالومه چې د پنجشنبې ورځې د پېښې لامل څه وو ځکه چې چارواکو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG