د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا پولیسو ته نامعیاري مرمۍ ضد واسکټونه ورکړل شوي دي


پراګ - په پښتونخوا کې د پولیسو سرتېري شکایت کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه کې دوی ته د ټیټ معیار مرمۍ ضد جاکټونه، هېلمټونه او نور شیان ورکول کېږي.

دوی وايي، نه یوازې دا چې د ځان ساتنې سامان معیاري نه دی بلکې شمېر یې هم کم دی، همدا لامل دی چې د ناامنۍ په پېښو کې د پولیسو مرګ ژوبله زیاته ده.

یوازې په ۲۰۱۴ز کال کې تر اوسه په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو شاوخوا ۶۵ سرتېري د ناامنۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

د پولیسو یوه سرتېري د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، د دوی اکثره ملګري ګیله من دي چې ورته ورکړل شوي واسکټونه په بشپړه توګه مرمۍ ضد نه دي نو ځکه یې ملګري په ډزو کې ژوبلېږي یا وژل کېږي.

د پولیسو یوه بل سرتېري هم د نوم نه ښودو په اړ وویل، دا واسکټونه له ۱۰ تر ۱۵ کیلوګرامه پورې وزن لري او دا چې سرتېري په سخته ګرمۍ کې دومره بار هم نشي زغملای.

د ده په وینا، باید حکومت نه یوازې دا واسکټونه ورته په بشپړه توګه مرمۍ ضد (بولېټ پروف) کړي بلکې باید وزن یې هم ورته کم کړي.

د پېښور یو خبریال عادل پروېز وايي، د پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر ملک نوید په وخت کې د پولیسو لپاره ناقصه وسله او سامان اخیستل شوی وو.

د ده په خبره، همدا لامل دی چې د احتساب اداره د ملک نوید معامله څېړي.

پروېز وايي، د پولیسو د ځانګړې روزنې اړتیا هم ده ځکه چې دوی د عامو جنایتکارانو یا مجرمانو پر ځای له روزل شویو وسله والو سره جنګېږي.

عادل پروېز زیاتوي: ((د پولیسو له [سرتېرو] سره بولېټ پروف جیکټې او هیلمټې بېکاره شوې دي. دا پولیس نشي بچ کولای. له دې تاسو اندازه ولګوئ چې په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ سرتېري دي، خو په دوی کې یوازې ۳۰ یا ۴۰ فیصده سامان او الات لري، نور له وسایلو [بې برخې دي.] له دې علاوه، په کلیوالو سیمو کې له پولیسو سره ناقصه وسله ده، له هغوی سره [مرمۍ ضد واسکټونه] او هېلمټې هم نشته. په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر له حکومته غوښتنه کړې ده خو صوبايي حکومت د وسایلو د کمي بانه (یا پلمه) کوي.))

خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی احسن سیف وايي، له دې شکایتونو سره موافق نه دی. دی وايي، واسکټونه مرمۍ ضد دي او دا چې دوی ورباندې تجربې کړې دي.

ده وویل، د واسکټونو د وزن له کبله دوی هر سرتېري ته د یوازې شپږو ساعتونو د کار ویلي دي: ((داسې څه خبره نشته. دا جیکټې موږ کتلي دي. په دې موږ له اېس اېم جي او ناین اېم اېم ډزې کړې دي. نو د دې د ناقص کېدو هېڅ خبره نشته. هو دا خبره تر یوه حده سمه ده چې زموږ هېلمټې زړې شوې دي او شمېر یې هم کم دی. د دې لپاره موږ د خیبر پښتونخوا حکومت ته ویلي دي او هغوی زموږ غوښتنه پوره کوي.))

سیف زیاتوي، دوی هڅه کوي چې داسې هېلمټې واخلي چې نه یې یوازې وزن کم وي بلکې د مرمۍ تر څنګ د بم ضد هم وي.

د خیبر پښتونخوا تېر حکومت د پولیسو په غوښتنه ورته اووه اربه روپۍ ورکړې وې چې وسله او سامان واخلي. په هغو پیسو کې د درغلۍ کولو د تور له کبله د ۲۰۱۳ز کال په نومبر کې د احتساب ادارې د پولیسو پخوانی صوبايي مشر ملک نوید نیولی وو.

XS
SM
MD
LG