د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالان وزیرستان ته نشي ورتللای چې د پوځ د ادعاو سپیناوی وکړي


په فارن پالیسي مجلې کې ارسلا جاوید لیکي چې پوځ په شمالي وزیرستان کې په عملیاتو کې د ۴۰۰ وسله والو د وژلو ادعا کوي ولې دغلته خپلواکه خبریالانو ته د تلو اجازه نشته نو له دې کبله ددې ادعاؤ سپیناوی نه شي کیدای.

بل پاکستان د عملیاتو نه وړاندې ویلي وو چې عملیات به د ټولو وسله والو پرضد کیږي او ښه او بد طالبان به په کې نه وي. خو په عملیاتو کې تاخیر او د وسله والو له خوا مزاحمت نه کول ـــــ ډیرو خلکو له دا باور ورکوي چې وسله والو ته د سیمې نه د تختیدو لپاره خو یا پوره وخت ترلاسه شو او یا ورته د عملیاتو د پیل په اړه د وړاندې نه خبردارې ورکړل شوی وو.

ارسلا جاوید لیکي ــــ چې ډیر وسله وال په ښاري سیمو کې ورننوتې دي، د مقامي خلکو سره یوځاي شوي دي ، نور وسله وال په خپلو قطارونو ورګډوي او د خپلې نظریې تبلیغ کوي. دا وسله وال د ریاست لپاره نور خطرناک له دې کبله دي چې اوس يي پیژندګلو ګرانه شوې ده.

لیکواله وړاندې لیکي – چې ترهه ګر کیدې شي د مینځه یوړل شي ولې د هغوي هغه سخت دریزه نظریه کومه چې د پاکستان دستور هم نه مني ــــ به نوره هم وده کوي او د ځوانانو په ذهنونو به اغیز کوي.

په حکومت هم تنقید کیږي چې د ترهه ګرۍ پر ضد د حکومت استخباراتي او امنیتي ادارې د یو بل سره په مرسته په کار کولو کې ناکامه دي. او بله دا چې د ترهه ګرۍ پر ضد د یوې قامي مفکورې د جوړولو کار هم داسې ښکاري چې د حکومت نه هیر شوی دی.

ارسلا جاوید لیکي ــــ چې د وسله والو بیانیه ډیره واضحه ده د ریاست دریز کمزوری او منتشر دی. تر اوسه ریاست په دې کې ناکامه شوی دی چې دی غواړي څه او د څه لپاره ولاړ دی.

ددې لپاره پکار دا ده چې وړومبې ریاست د خپل وجود احساس اولري. دویمه دا چې کومه لبرل بیانیه وړاندې کیږي هغه اکثره په انګلیسۍ کې وي. د ترهه ګرۍ پر ضد بیانیه باید په هغه ژبه کې وړاندې کړیشي چې اولس پرې پوهیږي.

تر کومه چې ریاست په تعلیمي نظام کې اصلاحات نه وي کړی، د مدنې ټولنې غړي يي د ځان سره نه وي ملګري کړی او د ترهه ګرۍ پر ضد په بیانیه يي ټول قام د ځان سره نه وي ملګری کړی ـــــ ریاست به د ترهه ګرۍ د خطر سره مخ وي .

XS
SM
MD
LG