د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې هم ښايي د وسله والو پر ضد عملیات وشي"


اسلام اباد - د پاکستان ریاستونو او سرحدي سیمو مرکزي وزیر عبدالقادر بلوڅ وايي، ممکنه ده چې په کراچۍ، لاهور او اسلام اباد کې هم د وسله والو پر ضد هدفي عملیات وشي.

د سې شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر وخت بلوڅ وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه باید دوی په هر حال کې وګټي.

ده وویل، کېدای شي چې تر قبایلي سیمو وروسته په بېلا بېلو ښارونو کې هم د وسله والو پر ضد هدفي عملیات پیل کړل شي.

د ریاستونو او سرحدي سیمو وزیر عبدالقادر بلوڅ وویل، حکومت د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د مرستو لپاره کافي وسایل لري او دوی پروا نه کوي چې څوک ورسره مدد کوي او که نه؟

ده وویل، د پاکستانیو وګړو د نوم ثبتولو ادارې (نادرا) تر دې دمه د ۵۰۰۰۰ کورنیو د اندراج تصدیق کړی دی.

بلوڅ زیاته کړه چې د پوځي عملیاتو تر بشپړېدو وروسته د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو بهیر به لږ تر لږه درې میاشتې وخت واخلي.

XS
SM
MD
LG