د لاسرسي ځای

تازه خبر

مالېزیايي الوتکې پېښه: اروپايي ټولنه پر روسیې د بندیزونو په اړه غونډه کوي


برسلز - د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د سې شنبې پر ورځ په برسلز کې غونډه کوي چې د اوکراین په ختیځ کې د مالېزیايي (ملاېشیايي) الوتکې تر پرېوتو وروسته پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو په اړه خبرې وکړي.

امریکايي او اروپايي چارواکي وايي، زیاتېدونکي شواهد ښيي چې الوتکه روسیې پلوه یاغیانو ویشتلې ده.

په الوتکه کې ۲۹۸ کسان سپاره ول چې ټول ووژل شول.

بلخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په اکثریت یو پرېکړه لیک منظور کړی دی چې پکې په ختیز اوکراین کې د مالېزیايي مساپر وړونکې الوتکې غورځول غندل شوي.

پرېکړه لیک وايي، وسله والې ډلې دې د پېښې ځای ته خوندي، محفوظ او بې له حدونو او شرطونو لاسرسی باوري کړي.

دا قرارداد وايي، د پېښې ځای ته دې د نړیوالو پلټونکو ډلو په ازادانه ډول ورتګ باوري کړل شي او د پېښې مسوولین دې وپېژندل شي.

هلته امریکايي ولسمشر باراک اوباما پر روسیې غږ کړی دی چې د خپل نفوذ په استعمالولو دې روسیه پلوه بېلتونپاله اوکراینیانو مخه ونیسي چې د پرېوتې مالېزیايي الوتکې له ملبې سره کار و نه لري.

په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر وخت اوباما وویل، دا د روسیې او په ځانګړي ډول د ولسمشر ولادیمیر پوتین مستقیمه ذمه واري ده چې بېلتونپالي اړ باسي چې په پلټنو کې مرسته وکړي.

ده وویل، دا کار یوازې روسیه کولای شي.

اوباما وویل، یاغیان او روسان پړ دي چې د مالېزیايي الوتکې په اړه د پلټونکو خوندیتوب باوري کړي.

ده پر یاغیانو تور پورې کړ چې د پېښې له ځایه یې شواهد لرې کړي دي.

روسي ولسمشر پوتین څو ورځې مخکې ویلي ول مسکو غواړي چې په ازادانه ډول د الوتکې د پرېوتو د پېښې پلټنې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG