د لاسرسي ځای

تازه خبر

جېمز ډوبنز له راحیل شریف او سرتاج عزیز سره ولیدل


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ګل په ورځ وویل : د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبنز د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف او د وزیر اعظم د امنیتي صلاح کار سرتاج عزیز سره کتلي دي. د نوموړي وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د شمالي وزیرستان د عملیاتو او د افغانستان په حالاتو خبرې کړي دي.

دپاکستان سرکاري راډیو هم نن په خپله ویب پاڼه لیکلي : سرتاج عزیز جیمز ډوبینز ته ویلي چې دافغانستان د انتخاباتو د دوهم پړاو د پایلو په سر د راپورته شوې ناندرۍ په ختمولو کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري مهم رول لوبولی دی. سرتاج عزیز همدارنګه ویلي چې دوی له څه امتیازي سلوک پرته د ټولو ترهګرو ډلو پرضد په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړي دي. خو پرون دافغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په کابل کې ویلي وو چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کي یوازي پاکستاني طالبان په نښه کیږي او پاکستان په دي اړه د افغان حکومت قناعت نه دی ترلاسه کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG