په کابل کې یوې چاودنې څلور کسان وژلي او شپږ یې ژوبل کړي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل، پېښه د سې شنبې پر سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د خواجه بغرا په سیمه کې شوې ده.
خواجه بغرا د کابل ښار هغه برخه ده چې پکې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره او د بهرنیو ځواکونو یوه اډه پرته ده.
ستانکزی وايي، د دوی لومړۍ څېړنې ښیې چې چاودنه د بهرنیو ځواکونو په یوه ګډه اډه کې شوې ده او دا چې د پېښې ټول ښکار شوي بهرنیان دي.
خو په دقیقه توګه د چاودنې څرنګوالی او د دې د ښکار شویو په اړه مالومات نه دي څرګند شوي.
وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.
په دې وروستیو کې وسله والو په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.