د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رایو شاوخوا ۵۰ فیصده صندوقونه تفتیش ته تیار دي، نور


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د رایو نږدې ۵۰ فیصده صندوقونه تفتیش او بیا شمیرنې ته چمتو دي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې دغه شمیر صندوقونه په بیلابیلو ولایتونو پورې اړه لري، چې شمیر یې ۹۴۷۶ ته رسیږي.

نور وویل، چې د رایو د تفتیش پیل شوی بهیر اوس یو څه ټکنی دی، خو زیاته یې کړه، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ورځې زر صندوقونه تفتیش کړای شي.

نوموړي وویل، چې دا مهال ۱۳۲۵ کورني او بهرني څارونکي د رایو د تفیش بهیر څارنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG