د لاسرسي ځای

پېښور: په سي اېن جي پمپ کې چاودنې څلور کسان ووژل


پېښور - د پېښور په یوه سي اېن جي پمپ کې چاودنې څلور کسان وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي.

چارواکي او د سي اېن جي ټولنې غړي وايي، د ګیس د نامعیاري سیلېنډرو له کبله دا ډول پېښې کېږي.

د سي اېن جي د ټولنې یوه مشر د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی چې کله په سیلېنډر کې ګیس اچاوه نو چاودنه وشوه.

د ده په خبره، پولیسو چې سیلېنډر ولید نو ورته مالومه شوه چې نامعیاري وو.

دی زیاتوي چې د حکومت له خوا په ډېرو ځایونو کې د سیلېنډرو د لیدلو مرکزونه کار کوي او ډرېوران باید وخت په وخت هلته ورشي.

پولیسو پر رېنګ روډ تر دې پېښې وروسته سیلېنډر له ځانه سره وړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت د نامعیاري سیلېنډرو استعمال د دې ډول پېښو ښکار کېږي او پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ور په برخه کېږي.

XS
SM
MD
LG