د لاسرسي ځای

په سي اېن جي پمپ کې چاودنې څلور کسان وژلي


د پېښور په یوه سي اېن جي پمپ کې چاودنې څلور کسان وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي. چارواکي او د سي اېن جي ټولنې غړي وايي، د ګیس د نامعیاري سیلېنډرو له کبله دا ډول پېښې کېږي. د سي اېن جي د ټولنې یوه مشر د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی چې کله په سیلېنډر کې ګیس اچاوه نو چاودنه وشوه. د ده په خبره، پولیسو چې سیلېنډر ولید نو ورته مالومه شوه چې نامعیاري وو. دی زیاتوي چې د حکومت له خوا په ډېرو ځایونو کې د سیلېنډرو د لیدلو مرکزونه کار کوي او ډرېوران باید وخت په وخت هلته ورشي. نور په دې ویډیو کې.

XS
SM
MD
LG