د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان ولس وايي، پوځ ملکي وګړي وژني


د پاکستاني پوځ سرچینې دعوه کوي چې په شمالي وزیرستان کې یې د بمبارۍ پر مهال شاوخوا ۲۸ وسله وال وژلي او د دوی شپږ مرکزونه یې ړنګ کړي دي.

خو ځايي خلک وايي، د پوځ په بمبارۍ کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ور په برخه کېږي.

پوځي سرچینې وايي، تازه بمبارۍ په شوال کې شوې دي چې پکې نه یوازې پاکستاني بلکې بهرني وسله وال هم وژل شوي دي.

ازادې سرچینې د پوځ د دې دعوو پخلی نه کوي. خو د شوال او دته خېلو اوسېدونکي وايي، د پوځ په بمبارۍ کې ۱۰ ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي چې پکې څلور ښځې دي.

څو ورځې مخکې هم د سیمې اوسېدونکو ویلي ول چې په بمباریو کې ۳۸ ولسي وګړي وژل شوي ول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول. د سیمې یوه مشر ملک میرزل هغه وخت مشال راډيو ته د وژل شویو نومونه هم اخیستي ول.

په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په اړه مالومات او خبرونه یوازې پوځ ورکوي او خبریالانو ته اجازه نشته چې سیمې ته ولاړ شي او خپله مالومات تر لاسه کړي.

همدا لامل دی چې مشال راډیو په ازادانه ډول د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نشي تر لاسه کولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG