د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان کډوال وايي مرګ تر بنو ورپسې دی


د وزیرستان نه کډه شوي قبایل
د وزیرستان نه کډه شوي قبایل

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو له وجې خوا او شا لس لکه خلک بې کوره شوي چې زیاتره یې د خیبرپښتونخوا په بنو ضلع کې مېشت شوي دي.

دپاکستان مرکزي حکومت او د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت ادعا کوي چې د کډوالو سره د مرستو په لړ کې یې چټک ګامونه پورته کړي دي خو کډوال وايي لا هم ډیر مشکلات لري. د شمالي وزیرستان نه بې کوره شوی ګل زمان نومې یو کډوال وايي دوی لپاره حکومتي مرستې ترلاسه کول تر ټولو ګران کار دی :

(( راشن تر لاسه کول ، تر ټولو مشکل کار دی ، خلک په قطارونو کې ولاړ وي خو نوبت یې نه را ځي او ورته ویل کیږي چې نن راځه او سبا راځه. زنانه هم په تکلیف کې دي. ))

هلته د صوبايي او مرکزي حکومتونو لخوا د مرستو په لړ کې د بنو کمشنر سید محسن شاه وايي که څه هم دکډوالو د مرستې لپاره ډیر مواد موجود دي خو په لکهونو خلکو ته دا هرڅه رسول به وخت اخلي :

(( بنو ته داته نیمو لکو په شاوخوا کې کډوال راغلي دي. مونږ د خوراک د ویشلو مرکزونه پرانیستي دي. همدارنګه حکومت کډوالو ته د روژې ځانګړې مرستې هم ورکړي دي . ))

نوموړی زیاتوي چې د صوبايي او مرکزي حکومتونو لخوا د مالي مرستو دترلاسه کولو لپاره کډوالو ته سیم کارډونه ورکړل شوي دي. هلته د خالي په ورځ بنو کې د خوراکي موادو د ویشلو په وخت د کډوالو او ایف سي ځواک ترمنځه نښته شوې چې پکې یو کډوال وژل شوی او دایف سي یو اهلکار ژوبل شوی دی. ددغه وژل شوي کډوال تره خانزاده مشال ريډو ته وویل :

(( د تکلیف خو څه حد نشته ځکه چې یو د وطن نه بې وطنه یو او بل داسې پېښې هم پکې وشي. ))

ددې پیښې په اړه سید محسن شاه وویل :

(( ستونزه داده چې خلک په قطارونو کې ودریږي نه ، د ایف سي والا سره ددغه کس تاویلي ما ویلي راغلي. یو بل سره یې لاس اچولی، په دغه وخت کې ټوپک خلاص شوی ، ډز شوی او دغه کس لګیدلی دی. دا افسوس ناکه واقعه ده، مونږ ددې پېښې پلټنه پیل کړېده ، ډز کونکی پخپله هم ژوبل دی.))

بلخوا کارپوهان وايي د کډوالو د مشکلاتو ختمولو لپاره ضروري ده چې ددوي په سیمو کې د وسله والو خلاف روان عملیات زر تر زره سر ته ورسول شي او دوي واپس خپلو سیمو کې بحال کړې شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG