د لاسرسي ځای

دپاکستان د خوندیتوب قانون نیمګړتیاوې لري


د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د ( تحفظ پاکستان ) په قانون مقاله خپره کړيده چې ورکې راغلي ، د پاکستاني ولس بنيادي حقونه او ازادي تر خپولاندې کول د ترهګرۍ سره د مبارزې موثره تګ لاره نه ده.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د جولايي په ۱۱ مه د پاکستان د ساتنې قانون لاس ليک کړو ، مقاله ليکونکی وايي دې قانون د پاکستاني اولس د اظهار د ازادۍ ، شخصي ازادۍ ، پرامنه احتجاج او منصفانه مقدمې په څير له بنيادي حقونو د سرغړونو لپاره لار هواره کړه.

که څه هم د دې قانون موده دوه کاله ده خو په پرامنه توګه د سياسي اپوزيشن او په حکومتي پاليسيو د انتقاد د مخنيوي لپاره کېدای شي دا په بيړني ډول وکارول شي.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن دغه قانون پر بشري حقونو تېری بللی دی.په مقاله کې راغلي دي ، څوک هم د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د پاکستاني حکومت په ناقصه تګ لاره پوښتنې نه راپورته کوي. په دې هيواد کې د ترهګرو لخوا په اقليتونو او نورو خلکو په پرله پسې بريدونه کېږي چې پکې يو شمېر خلک وژل شوي دي چې په کې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.

همداراز حکومت د اولس د خونديتوب لپاره د امنيتي ګامونو پورته کولو پر ځاي داسې قوانين جوړوي چې د تحفظ ورکولو پر ځای د هغوی د استحصال سبب جوړيږي.

په مقاله کې وړاندې راغلي ، بايد چې د ترهګرۍ د مخنوي لپاره داسې ګامونه پورته کړل شي چې له قانون سره سم وي.

د لیکوال په اند د تحفظ پاکستان قانون چې د امنيتي ادارو چارواکو ته د خپل ډيوټۍ ترسره کولو پر وخت په ښه نيت د هرقسمه ګامونو پورته کولو اجازت ورکوي د بشري او سياسي حقونو په اړه د هغه نړيوال تړون سره په ټکر کې دی چې پاکستان يې په کال ۲۰۱۰ م کې تاييد کړی و. د دې تړون د ارټيکل ۲۳ م له مخې د حکومتونو ذمه واري جوړيږي چې د حکومتي چارواکو په ګډون چې څوک هم د چا حقونه يا ازدي تر پښو لاندې کوي هغه به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.

په مقاله کې راغلي دي ،د پاکستان د ساتنې د قانون شرايط دومره تت او غير واضحه دي چې د حکومت خلاف پرامنه احتجاج کول يا پرې نيوکې کول د ترهګرۍ په زمره کې راتلې شي . همداراز دغه قانو د خلکو وژنې ، تښتولو يا پرې تشدد کولو ته هم لار هواره وي همداراز که څوک د انټرنيټ د لارې پرامنه سياسي احتجاج کوي نو کېدای شي چې د دغه قاون د لارې ونيول شي.

XS
SM
MD
LG