ټاکل شوې چې یو سل شپیته نړیوال څارونکي د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور د ټولو رایو د شمیرنې او تفتیش د روان عمل د څارنې لپاره کابل ته ولاړ شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ډینیل فلډ مین ویلي چې نوي څيړونکي به راتلونکې اونۍ کې افغانستان ته ورسیږي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال د جمعې په ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته د وینا پرمهال ددې خبرې پخلی وکړ.
دا وخت نږدې یونیم سل نړیوال څارونکي د ټولو رایو د بیا شمیرنې او د تفتیش د بهیر څارنه کوي.
ډینیل فلډمن دا هم وویل چې دا بهیر د ملګرو ملتو د څارنې لاندې او د نړیوال معیار په بنیاد روان دی.
دافغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د نړیوالو څارونکو په موجودګۍ کې د ټولو رایو د بیل پلټنې خبره منلې ده.