د لاسرسي ځای

بنو : د شمالي وزیرستان کډوال وايي پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي


له وزیرستانه کډه شوي قبایل په بنو کې

له وزیرستانه کډه شوي قبایل په بنو کې

د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې پرون ماښام د شمالي وزيرستان د کډوالو او د ايف سي سرتيرو ترمينځ د خوراکي توکيو پر سر نښته کې يو کډوال وژل شوی، او د يو ايف سي سرتيري پشمول درې کسان ژوبل شوی دي.

په نښته کې وژل شوی کډوال محمود نوميږي او د هرموز نه يې د جنګ له کبله بنو ته کډه کړې وه. دپېښې لیدونکو مشال راډيو ته وویل چې د ايف سي سرتيرو په کډوالو ډزې وکړي، بلخوا کډوالو په امنيتي ځواکونو د خښتو ګذاررونه کړي دي.

دسیمې پولیس وايي کډوالو پر دوی باندې د راشن د ویشلو په ځای کې د خښتو ګ‌ذارونه وکړل، چې بیا وروسته پر کډوالو ډزې وشوې.

دنخښه شویو کسانو خپلوان وايي دوی د جنګ له امله بې کوره شوي خو دلته هم پرې ډزې کیږي چې ددوی په وینا دا مناسبه خبره نه ده. کډوال وايي که راشن په عزت سره نه شي ورکولی نو دوی ته دې بیرته خپلې سیمې ته د ستنیدو اجازه ورکړل شي. د شمالي وزیرستان ملک نصرالله مشال راډیو ته وویل ، د کډوالو سره داډول سلوک دوی نشي برداشت کولی او دوی به داخبره وزیر اعظم او صدر پورې رسوي.

XS
SM
MD
LG