د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: وسله والو د درو پولیسو په ګډون څلور تنه وژلي دي


د پېښور د پولیسو یو پخوانی عکس
د پېښور د پولیسو یو پخوانی عکس

د پيښور پوليس چارواکو ويلي چې دا پېښه د جمعې په ماښام د پيشتخرې تاڼې په حدودو کې له رنګ روډ سره نژدې په يو هوټل کې هغه مهال وشوه چې د روژه ماتي پر وخت وسله والو بريد وکړ.

پېښور: په پيښور کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د درو پولیسو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د پيښور پوليس چارواکو ويلي چې دا پېښه د جمعې په ماښام د پيشتخرې تاڼې په حدودو کې له رنګ روډ سره نژدې په يو هوټل کې هغه مهال وشوه چې د روژه ماتي پر وخت وسله والو بريد وکړ.

د پولیسو چارواکي وايي چې په وژل شوو کې د پولیسو یو ً اسسټنټ سب انسپکټرً یا اې ايس آی هم شامل دی. په دې پېښه کې د پولیسو یو بل عسکر ټپي شوی هم دی.

د پيښور د پوليسو مشر ناصر خان دراني له پېښو وروسته خبريالانو ته وويل چې په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له کبله دوی له داسې حالاتو سره مخامخ دي.

په پېښور کې د جمعې په سهار هم د پولیسو پر يو موټر برید وشو چې یو پولیس پکې ووژل شو او درې نور ټپي شو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG