د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ ډورن بریدونه ولې؟


د پاکستان پوځ پخوانی کرنل خالد منير وايي، د کاروايي پر مهال وسله وال د تېښتې په حال کې دي نو ځکه امريکا ته يوه ښه موقع په لاس ورغلې چې خپل مهم هدفونه په نښه کړي.

که څه هم امريکا، افغانستان او نورو نړۍوالو هېوادونو څو کاله پرله پسې له پاکستانه غوښتنه کوله چې په شمالي وزيرستان کې دي د ميشتو وسله والو پر ضد کاروايي وکړي خو دې هېواد له داسې کولو انکار کولی.

اوس چې يادو هيوادونه پر عملياتو کولو دومره زيات زور نه ورکولی پاکستان د جون ۱۵مه د کاروايي پيلولو اعلان وکړی.

خو په داسې حال کې چې کاروايي جاري ده نو تر اوږدې مودې راهيسې درېدلي ډرون بريدونه بيا پیل شوي او د عملياتو په دروان کې دوه ډرون بريدونه وشو.

پخوا به دا ويل کيدل چې چونکې پاکستان پوځي کاروايي نه کوي نو ځکه د اورپکو پر ضد ډرون بريدونه کېږي چې دا د مشکوکه وسله والو د ځپلو لپاره يوه موثره وسله ده.

خو پوښتنه دا ده چې اوس چې پاکستان پوځي کاروايې پيل کړې نو بيا ولي دغه بريدونه لا هم دوام لري ؟

د پاکستان پوځ پخوانی کرنل خالد منير وايي، د کاروايي پر مهال وسله وال د تېښتې په حال کې دي نو ځکه امريکا ته يوه ښه موقع په لاس ورغلې چې خپل مهم هدفونه په نښه کړي.

«کله چې پاکستان له وسله والو طالبانو سره خبري اتري پيل کړې وې نو امريکا ډرون بريدونه درولي ول خو البته دا يې ويلي ول چې که ورته مهم هدف په لاس ورغلی نو په نښه به يې کړي نو اوس چې د پاکستان پوځ کاروايې کوي نو خلک (اورپکي) خوځي، دوی خپل وايرلس سيټونه او ټيليفونونه خلاص کړي دي او له يو بل سره رابطې کوي نو د امريکا لپاره اسانه شوه. که فرض کړه د امريکا د القاعده يا حقاني شبکې خلک پکار دي نو ورباندي راځي او ډرون بريد پر کوي»

د پاکستان د پوځ پخوانی بريګيډيير محمد نذير بيا وايي، چې داسې ښکاري چې د دواړو ملکونو په سلا سره په روانو پوځي عملياتو کې ډرون بريدونه د پاکستاني پوځ کومک کوي.

«تر پوځي کاروايي له مخه امريکا د دې حمايت کړی ول او ويلي یې ول چې په دې کې به پوره پوره مرسته کوو. نو ضروري خبره ده چې دا د هغوی د مرستو يوه برخه ده چې پکي د ډرون بريدونه په ذريعه حصه اخلي. کوم هدف چې قابل اقدام وي او د پاکستان پوځ د موقع په مناسبت ورځنی ګټه نشي پورته کولی نو هغه دوی ډرون ته په حواله کوي. داسې هدف ډرون ته سپاري چې هغه خوځندوی او پکې هدف په دقيقه توګه د په نښه کولو ضرورت وي»

خو خبريال او څيړونکی قهار زلمی بیا يو برعکس نظر لري. د ده په وينا د ډرون بريدونو کيدل دا اشاره ورکوي چې امريکا ښايې داسې ګڼي چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ کاروايې موثره نه ده.

«ډېر خلک دا سوال اوچتوي چې ترهګر تر عملياتو له مخه له دې علاقو وتلي دي. نو د امريکا سرکار هم په دې نتيجه رسېدلی دی چې د پاکستان دغه عملیات يو غيرضروري مشق دی او له دې هغه نتيجې لاس ته نه راځي چې پکار دي. هغه موږ ته ښکاره هم شوه چې په افغانستان کې د امن و امان وضع نوره هم خرابه شو، کوم خلک دوی په نښه کول هغوی هغه بل لوري ( افغانستان) ته واوښتل. نو امريکا ته احساس وشو چې د پاکستان حکومت اوس هم سنجيده نه دی نو هغوی خپلې کارواياني بيرته شروع کړې او هغه ترهه ګر چې په افغانستان کې هغو ( امريکا) ته خطر جوړېږي هغوی يې په نښه کول پيل کړل»

په شمالي وزيرستان کې سږ کال په لومړنيو اوه مياشتو کې يوازې څلور ډرون بريدونه شوي دي چې دا د تير کال په مقابل کې بېخي لږ دي. پاکستان دا بريدونه د خپلي خودمختاری خلاف بولي او امريکا بيا دريځ لري چې دا د ترهګری ضد جګړه کې يوه ګټوره وسله ده.

XS
SM
MD
LG