د لاسرسي ځای

کیف پر روسیې او مسکو پلوه بېلتونپالو پړه اچوي. روسیه بیا اوکراین پړ بولي. پر دغه پېښه ترلاسه شوو ثبوتونو ته کتنه کوو.

نړۍوالو چارواکو په لومړي سر کې د مالېزیايي الوتکې ۱۷رالوېدل تشه نسکورېدنه بللې وه. خو اوس هغوی وايي چې الوتکه له ځمکې و فضا ته توغندې باندې ویشتل شوې ده.

کیف پر روسیې او مسکو پلوه بېلتونپالو پړه اچوي. روسیه بیا اوکراین پړ بولي. پر دغه پېښه ترلاسه شوو ثبوتونو ته کتنه کوو.

دا څه ډول توغندی وو او له کومه لوري راغلی؟

اوکراین او روسیه ښايي پر یو څیز تړون ولري: چې د الوتکې رانسکولو لپاره څه ډول توغندی کارول شوی دی. د اوکراین کورنو چارو وزارت سلاکار انتن هاراشېنکو او د روسیې دفاع وزارت دواړه وايي، چې دا اېس اې – ۱۱ بک توغندی وو، چې په خبره دا پر ګاړي لګول کېږي او تر ۲۸ کیلومیټره پورې واټڼ ویشتلای شي. په دغه کې د هر یوه توغندي سرګلوله د لوړې کچې باروت لري.

پوځي کارپوهان وايي، چې له اوږې توغول کېدونکې توغندي. چې بېلتونپالي پرې سمبال دي او څو واري یې د ختیځ په دونېڅک او لوهانسک سیمو کې د اوکراین پوځي الوتکې پرې ویشتلې، د دې توان نه لري، په دومره اوږد واټڼ کې کاروباري الوتکې وولي، چې د بره الوت واټڼ یې ۱۰،۰۰۰ میټره ته رسېږي.

نو پاته شول بک توغندي او اېس – ۳۰۰ چې د بره هسک الوت موخه په نښه کولی شي. دمګړۍ لوی پام اېس اې – ۱۱ ته راګيرځېدلی دی.

بک روسی ساخته توغندي دي، او د اوکرایني او روسي پوځ دواړو د رسمي وسلو یوه برخه ده.

کرېملین پر دې ټینګار کوي چې هغوی په هېڅ صورت یاغیانو ته دغه وسله نه ده سپارلې.

روسۍ رسنیو د جون پر ۲۸مه نېټه راپور ورکړی وو چې د اوکراین ختیځ کې بېلتونپالي د بک توغندي د خپل یوه سیسټم په ترلاسه کولو جوګه شوي دي.

همداسې یو خبر د دونېڅک ولسي ریپبلیک بېلتونپالو پر خپل ټویټر هم لګولی وو چې هغوی د بک توغندي د توغونکي په ترلاسه کولو کامیابه شوي دي. خو د مالېزیايي الوتکې له رانسکورلو وروسته یې دغه خبر له خپله ټویټره هېسته کړی دی.

اوکراینسکا پراودا نومې ورځپاڼې هم د جولای پر اوولسمه نېټه یو تصویر چاپ کړی وو چې پکې د بېلتونپالو یاغیانو یوه لیکه کې د بک تووغندي توغوونکی ښودل کېږي، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې ته بیول کېږي.

که هر یو دغه توغندي لري، نو توغولی به چا وي؟

سره له دې چې بک توغندي سیسټم له دوی ټولو سره شتون لري، خو په ظاهره د اوکراین له لوري د توغولو دلیل نه ښکاري، او نه یې بېلتونپالي پړه مني او نه هم ورسره پوځي الوتکې ورسره دي.

یاغي کمندان ایګور ګیرکین، اکا ستېرلکوف، چې یو مشکوکه روسی استخباراتي چارواکی دی د جولای پر ۱۷ مه نېټه د یوې الوتکې رانسکورلو پړه ومنله، خو له بدهمرغه هغه نه وو خبره چې دا د اووکراین مالوړونکې الوتکه نه بلکې یوه نړۍواله مساپروړونکې الوتکه ده.

دغه خبر په زغرده ایتار-تاس خبري اژانس هم خپور کړ خو د ستېرلکوف له خولې نه بلکې د یوه عیني شاهد له لارې. خو کله چې د الوتکې پېژندنه وشوله، دغه چاپ شوی خبر هم هېسته کړل شو. او دا یې ویلي ول چې مسولیت اخېستونکي عیني شاهد دا خبره د ستېرلکوف له خولې راخیستې وه چې د دویکونتکاتي ورځپاڼې په ادعا چې په حقیقت کې ستېرلکوف خپله دا خبره د یوه عیني شاهد له قوله کړې وه.

په شخړو کې ناسمخبرونه یو دود ګرځېدلی دی، نه خو د ستېرلکوف لګېدلی خبر او نه هم ویډیوګانې وروستي کره معلومات ګڼل کېدای شي. خو مسکو–پلوه بېلتونپالو لور ته به د شک ګوته زیاته شي ځکه چې هغوی دوه ورځې وړاندې د اوکرایني جنګي الوتکو رانسکورولو پړه منلې ده.

راپور: د مشال راډيو خبر مرکزي څانګې خبریاله ډېزي سینډلر

XS
SM
MD
LG