د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د ارګون غمځپلو کورنو سره خواخوږی وکړه


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره نن (جمعه) دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره نن (جمعه) دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

په هغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د اورګون ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، د شهیدانو د کورنیو غړو او د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسیدونکو پکې برخه اخیستې وه.

د پکتیکا ولایت والي محب الله صمیم د هېواد ولسمشر او د هغه ملګري پلاوي ته ښه راغلاست و وایه وې ویل چې اورګون ته ستاسو راتګ به د دغې ولسوالۍ د ځپلو خلکو غم راکم کړي او د اورګون له خلکو سره خواخوږۍ په ټول افغانستان باندې ستاسو د زړه سوي څرګندونه کوي.

ښاغلی کرزي وویل: دا چې ولې دا ډول غمونه راپېښیږي موږ او تاسو ورباندې پوهیږو، نن شکایت نه کوو دښمن ته نیغ او په همت ولاړ یو.

ولسمشر کرزي د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: خبر یم چې ځینو کورنیو په دغه تروریستي پېښه کې څلور پینځه تنه له لاسه ورکړي دي د افغانستان حکومت به د خپل توان په اندازه د شهیدانو له کورنیو سره مرستې وکړي، جومات به درته بیا جوړکړو، د اورګون بازار به په نوې نقشه جوړ او د شهیدانو کورنیو ته به ځمکې ورکړو او د ټپیانو له کورنیو سره به هم لازمې مرستې وکړو.

د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب معلم آدم خان وویل کله چې په اورګون کې دا پېښه رامنځته شوه کوچني ماشومان له مدرسې څخه کورته روان وو، واړه واړه ماشومان خلکو راوستي وو چې د اختر جامې ورته واخلي. سپین ږير د سواد د اخیستلو لپاره بازارته راغلي وو، دوکانداران او کسبه کاران په خپلو خپلو کارونو بوخت وو چې دغه غم لړلې پېښه رامنځته شوه. داسې کور به نه وي چې درې، څلور او پینځه تنه یې نه وي شهیدان شوي.

د هیواد ولسمشرکرزي په دغې غم لړلې پېښې یو ځل بیا خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او وې ویل چې د اورګون غم د ملت پر اوږو دروند غم وو او دغه دروند غم چې اورګون او ټول ملت ګالي زموږ د ولس د لوی همت او حوصلې ښکارندویي کوي ځکه چې بل ملت دومره دروند غم نشي زغملی.

ولسمشر په خپلو خبروکې د افغانستان د ټولو ولایتونو په اوسیدونکو غږ وکړ لکه څنګه چې یې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ له ځپلو سره مرسته وکړه، همداسې دې د اورګون د تروریستي پیښې د قربانیانو له کورنیو سره هم مرستې ته را ودانګي.

XS
SM
MD
LG