د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ د حقاني شبکې پر ضد عملیات کوي؟


کارپوه حسن عسکري وايي، پاکستانی پوځ لا د حقاني نېټورک ټیکانو ته نه دی رسېدلی او د حقاني نېټورک وسله وال خو تر پوځي عملياتو وړاندې افغانستان ته تللي دي.

په شمالي وزيرستان کې د جون له ۱۵ مې نېټې راهیسې د وسلوالو پرضد پاکستاني پوځي عمليات پيل شول چې لا هم روان دي. پوځ په دې عملياتو کې د يو شمېر وسلوالو د وژلو ادعا کوي خو ځايي خلکو بيا مشال ريډيو ته ويلي دي چې وسلوال له سيمې وتلي دي او په پوځي عملياتو کې يواځې عام وګړي وژل کيږي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه ای اېس پي ار دعوا کوي چې په شمالي وزيرستان کې يې په سلګونه وسلوال وژلي دي يو شمېر مرکزونه او د بمونو جوړولو کارخانې يې له منځه وړې دي خو د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي د دوی په سيمه کې له روانو پوځي عملياتو يوازې عام وګړي وژل کېږي.

په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ پخوانی لېفټینېنټ جنرل طلعت مسعود وايي کېدای شي،د پوځ دا دعوې سمې وي چې په شمالي وزيرستان کې يې له وسلوالو ځینې سيمې پاکې کړي دي د ده په خبره هغه ځکه چې ممکنه ده طالبان نورو سيمو ته تښتېدلي وي.

«که څه هم موږ په پوره باور نشو ويلی ځکه چې خپلواکه سرچينې يې پخلې نه کوي خو دا ممکن ده ځکه چې په زرګونو شمېر کې وسلوال دي او که پوځ په دوی کې د څلور يا پنځه سوه وسلوالو د وژلو ادعا کوي نو دا دومره لويه شمېره نه ده. البته د طالبانو لخوا عکس العمل نه ښودل يا بيان نه ورکول کېدای شي د هغوی پالیسي وي يا غواړي چې خپل شناخت پټ وساتي او دا هم ممکن ده چې کېدای شي وسلوال اوس دومره منظم نه وي»

خو په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپو ډاکټر حسن عسکري وايي، د وسلوالو لخوا د غبرګون مخې ته نه راتلل د پوځ لخوا د ورکړل شوو مالوماتو په اړه شکونه پېدا کوي.

«موږ ته په وزيرستان يا بله سيمه کې د طالبانو لخوا داسې ځوابي کاروايانې مخې ته نه ده راغلې نو د هغې مطلب دا دی چې د وسلوالو پرضد پوځ ته څه نه څه ګټه ترلاسه کېږي يا دا ویلای شو چې پوځ له مبالغې کار اخلي خو پوځ بې بنياده خبره نشي کولی البته مبالغه پکې کولی شي»

ايا پاکستان پوځ د حقاني نېټورک په ګډون د ټولو وسلوالو پر ضد عمليات کوي که څنګه په ځواب کې يي حسن عسکري وايي.

«ګوره چېرته چې حقاني شبکې «نېټورک» دی هلته له هم پوځ نه دی ورسېدلی او د حقاني وسله وال خو تر پوځي عملياتو وړاندې افغانستان ته تللي دي، بله دا چې پوځ يواځې په هغو سيمو کې د وسلوالو پرضد عمليات کوي چې وسلوال پکې مقاومت کوي. فعل حاله پوځ د هغو سيمو کنټرول ترلاسه کول غواړي چې پر دوی بريدونه ترې کيږي او له هغه وروستو به بيا پوځ خپل عمليات نور وزيرستان ته غځوي»

طلعت مسعود وايي تر څو چې خبريالان شمالي وزيرستان ته نه وي تللي نو تر هغو د وسلوالو پر ضد د پوځ د برياؤ پخلی نشي کېدلی خو د ده په خبره د وسلوالو لخوا نه غبرګون ښيي چې وسلوال کمزوري شوي يا کېدای شي چې دا د هغوی کړنلاره «سټراټیژي» وي. خو کارپوهه حسن عسکري وايي لا هم دا امکان شته چې وسلوال به ځوابي کاروايي کوي.

XS
SM
MD
LG